نظــر

امريکا او صهيونيزم

احمد ياسر

‎صهیوني کلمې ته ‌‌‌‌‌‌ډيري عرب د ښکنځلو په سترګه ګوري لکه څنګه چې افغانان د شوروي کلمه د ښکنځا په توګه استعمالوي  ؛ خو په حقیقت کې دا یو سیاسي ، دیني حرکت دی چې جبل صهیون یا د صهیون غره ته یې نوم ورګرځي ، د غه غر د فلسطين د قدس ښار جنوب غرب کې موقعیت لري . تاسیس یې تیودورهرټزل ایښی ، د دوی په نظر صهیوني هر هغه چاته ویل کیږي چې خپل پيټي وتړي او فلسطين ته هجرت وکړي ، په هغه چا یی اطلاق نه کیږي چې صرف یهودی وي او یا یهودی وي او صرف د تګ اراده ولري خو عملي اقدام نه کوي.

‎صهیونیزم یو مذهبي او سیاسي غورځنګ دی ، چې د فلسطین په خاوره کې د ټولې نړۍ څخه د یهودانو راغون‌‌‌‌‌‌ډول او یهودي دولت رامینځته کولو لپاره کار کوي ، عجیبه خو داده چې د غورځنګ مشري د یهودو پر ځای پروټسټنټ عیسایان کوي او دغې نقطې ‎امریکایان او صهیونیان یې په یو اتجاه راغونډ کړي
‎‌‌‌‌‌‌اکثریت خلک په دې نظر دي [ خصوصا کمونستان چې د دیني اعتباره نا پوهه دي ] وایي د دوی تر منځ مشترکه نقطه مصلحت دي،  په منځني ختیځ کې د یهودو موجودیت د امریکا ګټې ایجابوي .

‎بله فرضیه دا چې یهودو د مالي فشار له لارې امریکا مجبوره کړې تر څو د یهودو تر شا ولاړه وي ، او دا کره خبره ده چې مالي ادارې ، موسسات ، لکه نړیوال بینکونه ستر اقتصادي شرکتونه د یهودو لاس کې دي
‎بله د فشار وسیله رسنۍ هم کیدی شي د امریکا پنځوس فیصده رسنۍ د یهودو لاس کې دي ‌‌‌‌‌‌.

‎امریکا او بریطانیه مخکې له دې چې یهود یو غږ او طاقت ولري د یهودو ملاتړ ته ملا تړلې وه که مصلحت ایجابوله او کنه، سره له دې چې د امریکا او بریطانې فکري جوړښت په مصلحت او منفعت ولاړ دی خو دوی خپلې ګټې تر یهودو قربان کړي ، د مثال په توګه تشارلزلنډبرګ [ یو امریکایي مشهوره  پيلوټ دی، دامریکایي تاریخ کې خاص ځاي لري ] تاریخي وینا یاده ویلی شو 1941 م کال د نړیوال جکړې په جریان کې د اوو زره اوریدونکو په وړاندې خپله وینا کې وایي : نه پوهیږم چې څرنګه زمونږ دولت [امریکا ] د خپل مصلحت خلاف د یهودو ګټو ته ترجیح ورکوي .
‎ جکړه د آلمان + ایتالیا او د انګلستان + فرانسه تر منځ ده زمونږ څه دي چې په دویمه نړیواله جکړه کې ځان ښکیلوو [ دا هغه وخت دی چې امریکا تازه د جکړې برخوال ګرځیدلی و ] ‎هماغه وو چې د نړیوالې جکړې ورسته دانګریزانو له لورې په١٩١٧ م کال فلسطین اشغال او د اسرائيلو په نامه دیهودو دولت را منځته شو.

‎دویم مثال یو عجیبه پيښه د ثبوت په توګه وړاندې کوم ١٩٦٧کال اسرائيل په منځني ختیځ کې د امریکا بحري بیړۍ ٧٠ دقیقې تر برید لاندې نیولې وې چې په نتیجه کې یی څلوردیرش امریکایان مړه او په سلهاوو ټپيان شول ؛ اسرائيلو دا پيښه په ‌‌‌‌‌‌ډيره بې باکۍ خطا وبلله او له امریکایي جهت یې بښنه وغوښته ، د امریکا وزرات خارجه ، وزارت دفاع ، ګانکریس او رئيس جمهور بښنه قبوله کړه او دا یې د پيړۍ لویه خطا وګڼله او بیرته یې د یهودو سره تعامل ته دوام ورکړ . څه موده ورسته د امریکا لوی درستیز توماس مور کتاب ولیکو او د پيښې تفصیل یې وړاندې کړ، او وې ویل : د امریکا رئيس جمهور جونسون په دې خبر و چې دا یو منظم شوی کار و او خطا نه وه په امریکایانو ښکاره تجاوز و مګر نه یي  غوښتل چې دا حقیقت خپور شي تر څو په داخل د امریکا کې د یهودو پرضد خلک راپورته نشي ، دا د توماس مور اعتراف و دا هغه څه دي چې د امریکا د مصلحتونو اهانت ترې ثابیتیږي.

‎په کال ١٩٨٤ امریکا د سخت اقتصادي بحران سره مخ شوه، د امریکا تجارت وزیر یو لړ طرحې کانګریس ته وړاندې کړې تر څو بحران کنټرول کړي، یوه طرحه دا وه  چې په اسرائيلو کومکونه کم کړي خو برعکس کانګریس دا طرحه رد کړه او د یهودو کومک ته یې دوام ورکړو، اسرائيل هغه دولت دی چې ‌‌‌‌‌‌ډيره تکیه یې د امریکا په مرستو ده ، په دویمه درجه کې مصر دی دا شاید عجیبه او د نه منلو وي خو امریکا مصر ته مرستې د یهودو په سر لکه جزیه ورکوي ؛ د امریکا مرستې بغیر د یهودو هر ځای مشروطې وي تر څو په پوله ګاونډ یهودو هیواد ته خطر پيښ نکړي او دا هغه څه دې چې مصر یې په ځان بسپنایې څخه راګرځولی او له اقتصادي نمو څخه یې فلج کړی ، همداسې د یهودو په ملاتړ، ‎د امریکا ويټو له پام نشو غورځوی چې په دوامداره توګه سازمان ملل متحد کې د یهودو په ګټه پورته کیږي.

‎کله چې ټوله نړۍ د یهودو لورې په غزة کې ټولوژنې غندي او د بندیزونو غوښتنه یې کوي امریکا معترضه شي او پریکړه ویټو کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close