ادبي لیکني

د شپې ليک

سيد اصغر هاشمي

ګرانه ولسمشره!

زما مخ تور دی، خو د هغه چا په شان تور مخې نه یم، چې د قیامت پر ورځ به په یوه پښه ولاړه او د یتیمانو او غریبانو د حق خوړولو سزا به ورته ورکول کېږي. ستا په دربار کې ډېر لوړ پوړي چارواکي شته، چې د نورو مالونه خوري او د عقبا په ورځ به یې مخ تور وي.

کله چې انسان ټوله ورځ کار وکړي او ستړی شي، نو زه ورته د خوب وخت برابروم، اعصابو ته یې قوت ورکوم او ستړیا یې زما په غیږ کې له منځه ځي، خو ستاسو ځینې انسانان په شپو کې غلا کوي، د نورو حقونه خوري او وژنې کوي.

شپه د ارام لپاره ښه وخت دی، خو کله کله د انسانانو له ویرې یې په ویښه تیروي.

یو نوی ځوان چې د ۱۵ کلو و او ټوله شپه یې د انسانانو له ویرې په ویښه تیروله او د «باخبر او باخبر» چیغې یې وهلې او نورو به هم د ویرې دا چیغې وهلې، هغه چیغې اوس هم د هغه ځوان په داخلي دنیا کې شته او اوس هم د ځینو نورو ستونزو په لیدلو ورته پخوانۍ ستونزې تداعي کېږي او د ویرې احساس کوي. اوس هم د شپې ګډو وډ خوبونه ګوري، چې غله یې کورونو ته راځي او هر څه یې تالا کوي، سره له دې چې دوی په کور کې څه نه لري، خو بیا هم ویریږي.

زه «شپه» ډیره خپه اوسم، چې خلک زما له وخته سمه ګټه نه اخلي او د انسانانو د زَور لامل ګرځم، خو څه وکړم، چې د نورو کایناتو په شان زه هم ناتوانه یم او زما «شپې» څخه د ګټې اخېستنې واک د انسانانو سره دی، نه زما سره.

که له ورځو سمه ګټه اخېستل کېږي، نو ټولنې ته بدلون ورکوونکي یې انسانان دي او همدارنګه که له شپو سمه ګټه واخېستل شي، نو بیا هم ګټه اخیستونکي یې انسانان دي.

وخت او زمان «شپه او ورځ» په هغو خلکو تېر شوي، چې په هر شي کې یې نوی والی راغلی وي او هر څه یې ورځ تر بلې د نوي کېدو په حال کې وي، خو ستاسو ډېر څه پر زړیدو دي، فکر او پوهه مو لا د لوړتیا «عروج» ټکي ته رسیدلې نه ده او نوی والی پکې نه ښکاري.

ډېرو خدای بخښلو ته د عبادت وخت شپه ده او دا هغه وخت دی، چې په سجده پراته انسانان د الله تعالی سره خبرې کوي او د خپل زړه راز او نیاز سره شریکوي.

د ډېرو پوهانو سره موږ مرسته وکړه او د پوهې او شهرت لوړو مرتبو ته مو ورسول. اپلاطون او ارستو له شپو ګټه اخېستله. انشټاین، ګالیله او اډیسون د شپې له خوا ډېر فکر کاوه او لږې خبرې یې کولې، نو ځکه امام غزالي وايي: «چې فکر پوخ شي، خبرې لږیږي».

په ویښه شپه تیرولو کې لوی حکمتونه پراته دي او څوک چې ډېر خوب کوي، «میښې به یې نرکټیان زیږوي»

همدا اوس چې څوک دغه لیکنه کوي، توره شپه ده. زما سره خبرې کوي او زه ورته وايم: خوب مه کوه، کار وکړه، وخت لږ او کارونه ډېر دي. خوب دی هغوی وکړي، چې ټولنې یې پرمختګ کړی او خورا ښه ژوند لري. خلکو ته ووایه چې د ورځو پر ځای شپې هم کار وکړي، چې ټولنه مو جوړه شي. همدا زه ورته د دې ښکلو خبرو الهام ورکوم او ده «لیکوال» ډېری لیکنې په توره شپه کې کړي دي.

کله کله زه پرې ډېره اوږده تیرېږم او زما تورې وړانګې غواړي، چې دی ډېر وخت ویښ پاتې شي او لیکل وکړي. فکر کوم چې د ده لیکل زما هم خوښېږي او زه «توره شپه» غواړم، چې خلک د تورې تیارې پر ځای په روښنايي کې ژوند وکړي.
ورځې او شپې په تېریدو دي او دغه دورانونه بدلون نشي راوړی، بلکې انسانان دي، چې له وخت څخه ګټه اخلي او ځای ته بدلون ورکوي.

شپه هغه وخت دی، چې له انسانانو پرته په نباتاتو او حیواناتو هم تېرېږي. که په یوې ونې شپې او ورځې تېرې شي، نو سل کلنه او زړه به شي. که په یو حیوان وخت تېر شي، ځواني به له لاسه ورکړي او داسې حال به پرې راشي، چې په غوښې کې به یې هم خوند پاتې نشي، خو پر انسان وخت تېرېدل باید د نړۍ له ټولو شیانو ښه وي او بیا همدا انسان کولی شي د خپلو تېرو وختونو حساب وکړي.

د وخت په حرکت راوړلو کې ځای هم بدلیږي. که په ځای کې بدلون راځي، د وخت برکت دی. وخت پښې نه لري، چې حرکت وکړي او خپلې موخې ته ځان ورسوي. فکر، پوهه، او عقل هم نه لري، چې له دې څخه په کار اخېستنه ښه کارونه سرته ورسوي.

د «لیکوال» لپاره هماغه وخت سره زر دی، چې دی پکې د ښېګڼې کارونه کوي او د ده د عمر هماغه وخت نیکمرغه دی، چې د انسانانو په چوپړ کې ترې ګټه اخلي.

نه هغه ورځ د ارزښت وړ ده، چې دی «لیکوال» پکې وخت بې ځایه تیروي او نه هغه شپه بې ارزښته ده، چې دی پکې کار کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close