
افغانستان
غزني کې د ماین چاودنې څوارلس ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر لېږدوونکي موټر چاودنه شوې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون څوارلس ولسي وګړي مړه او ټپيان شوي.
«اطلاعات روز» ورځپاڼه د غزني د والي د ویاند «واحدالله جمعه زاده» له قوله لیکلي، چې نن ورځ «شنبه» له غرمې وروسته ۴:۰۰ بجې شاوخوا د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند «دره قیاق» نومي سیمه کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کړې، چې له امله یې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د ځايي چارواکو په وینا، چاودنه د ملکي وګړو په «فلاینکوچ» موټر شوې او د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
الله مو خوار کړه ټول پوهیږی چی دا د چا کار دی. له کافرو سره سوله، له رقیبانو سره جنګ دا کوم شرعی جواز لری. څومره خلک مو جاهله او ناپوهه دی هیڅ کوم شرعی جواز د نن ورځی جنګ ته څوک نشی ورکولای.
## دی ورته پرتګونه ګنډی دوی خو بر حقه جاد شروع کړی او اوس به د دی باره کی هم دلایل وایی او ځانونه به سپینی ملایکی راوباسی دوی څه ندی کړی او نه ملامت دی ځه مټکی خماسی ورته فتوا ورکړی
منافقه هره وژنه ګناه ده خو هخه چې خلقیانو او پرچمیانو ووژل هغوی ستا دګوند قاطلان وو او دي ! ته ولې د مذدور رژیم او اشغالګرو په وړا ندې خپل اوازنه پورته کوې چې په زرګونو افغانان یې ووژل ؟؟؟ څکه هغوی خو دالر درکوي !