افغانستان

هلمند کې د حکومت له زندانه ۳۳ طالب بندیان خلاص شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې په لړ کې له یوې اوږدې وقفې وروسته تازه په هلمند ولایت کې  ۳۳ طالب بندیان د حکومت له زندانه خلاص شوي.

له هلمند ولایت څخه یو شمېر سرچینو «نن ټکی اسیا» ته یاد خبر تایید کړی او تازه خلاص شوي بندیان یې د طالبانو له لوري د ورکړل شوي لست مطابق ګڼلي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، حکومت ژمن دی پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي.

تر دې دمه د حکومت له زندانونو نږدې ۳۷۰۰ شاوخوا طالب بندیان خلاص شوي او د طالبانو له لوري هم تر اووه سوه زیات دولتي عسکر او پولیس خلاص شوي.

په افغانستان کې بیلابیلو جهتونو د بندیانو د تبادلې د پروسې د بشپړېدو غوښتنه کړې، او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په برخه کې يې یو اړین ګام بللی.

د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د «مصالحې عالي شورا» هم له دواړو لورو غوښتي، چې بندیان خلاص او په دې توګه  د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار خلاصه کړي.

طالبانو ویلي، چې دوی د خپلو پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته تیار دي له ټولو افغان جهتونو سره د مذاکراتو مېز ته کېني.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close