افغانستان

بهرني ځواکونه په فاریاب کې خپل «پوځي تجهیزات» ویجاړوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې نن کرۍ ورځ د چاودنو او درنو وسلو د مرمیو د انفجار خطرناک آوازونه اورېدل کېدل، چې د ځايي چارواکو په خبره بهرني ځواکونه له دغه ولایت څخه د کوچېدو لپاره د تیاري نیولو په حال کې دي.

نن سهار ۶ بجو راهیسې د میمنې هوايي ډګر ته څېرمه بهرنیو ځواکونو د خپلو یو شمېر مهماتو ناکاره کولو پیل وکړ، چې له امله یې د شاوخوا کلیو خلک سخت اندېښمن او دوه ماشومان هم ټپیان کړل.

د میمنې ښار ختیځ عزیزآباد کلي خلک وايي، ددې کلي دوه تنه اوسېدونکي ماشومان چې د لوا سړک څخه د ښار لورته روان وو، د بهرنیو ځواکونو لخوا د چاودېدونکو درنو وسلو او توپونو د مرمیو په پارچو ټپيان شوي، چې د یو تن حالت نازک ښودل شوی او مزارشریف ښار ته د درملنې لپاره انتقال شوی دی.
د سیمې خلک وايي، چې د سخت ټپي شوي ماشوم اقتصادي وضعیت هم ناسم دی او آن د یوې نسخې درملو اخیستو وس نه لري.

د میمنې ښاریان شکایت کوي، چې له مخکیني خبرداري پرته د درنو وسلو ډزې او خطرناکې چاودنې د دوی ماشومان او هغه کسان چې د زړه تکلیف لري له سختې ویرې او ترهې سره مخ کړي دي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ مه د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې د امریکا متحد ایالتونه او د هغوی متحدین مکلف دي چې په ۱۴ میاشتو کې دننه له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي، ځکه د هېواد له زیاترو ولایاتو څخه ددغو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او ځینو کې لاهم د وتلو په حال کې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close