نړۍ

دچین دحکومت مخالفت کونکي کس هوجیا له زندان څخه خوشي شو

hu_jia (نن ټکي اسیا جون ۲۰۱۱/۲۶) دچین دحکومتي سیاست مخالفت کونکی مشهوره څیره هوجیا چي له دری نیمو کلنو راپدي خوا  دچین په کوم زندان کي دبند شپی او ورځي تیرولی تیره ورځ خوشي شو اوله خپلی کورني سره یوځای شو.

۳۷ کلن هوجیا چي دچین هیواد ورباندي تورلګولي وو چي په هیوادکي په ځینو تخریبي کړنو کي لاس لری اوپه هیواد کي دنظام دکمزورولو هڅي کوي نیول شوی وو، دبی بی سي خبریال چي دنوموړی دکورمخي ته ولاړ وو وایی چي اوس هم دهوجیا دکورمخي ته ډیر پولیس ځاي پرځای شوی دي داسی ښکاري چي نوموړي په کورکي نظربنده دي،

ښاغلی هو دچین هیواد دمشهوره انځورګر (ارټیسټ) اي ویوي له خوشي کولو څخه دری ورځی وروسته رامنځ ته شو، ښاغلي ای ویوی چي داپریل په میاشت کي نیول شوی وو، چي وروسته دنوموړي دنیولو په اړه په نړیواله توګه سخت غبرګون ښودل شوی وو، سرچیني وایی د ۵۳ کلن ښاغلي ای ویوي له خوشي کولو سره یوځاي دنوموړي څلورتنه نورملګری هم خوشي شوی دي.

چینايي حکومتي چارواکي وایی چي ښاغلي ای ویوي پدي باندي اعتراف کړی دي چي په حکومتي محصول ورکولو کی یی سستي کړی وه.

دپورته دواړو زندانیانوخوشي کول په داسي وخت کي رامنځ ته کیږي چي په نژدي راتلونکي کي د چین ولسمشر وین جیابو واروپاته به سفرځي، شنونکي وایی کیدای شي په اروپاکي دنوموړي په وړاندی په چین کي دحکومت له لوري دبشري حقوقو څخه دسرغړوني په اړه اواز راپورته شی.

دښاغلي نوجیا میرمني زینګ جینګیان پرټویټر خبرنشرکړي دی چي ددي خاوند دیکشنبي په ورځ پر ۲۲۳۰ سمیزوخت باندي خوشی شوی دي، نوموړي لیکلي دي مونږ خوشحاله یو غواړو دیو څه وخت لپاره ارام وکړو له ټولو څخه ډیره مننه.

دهومیرمني وروسته خبري رسنیوته وویل مونږ اوس دستي نه غواړو له رسنیو سره خبري وکري، ځګه کیدای شی چي راته کوم مشکل ایجاد کړي، دبی بی سي خبریال ډامیان ګرامیټیکاس دښاغلي هو له کوره سره څیرمه دټلیفون له لاري خبري کولي اوویل یی چي تراوسه پوري دښاغلی هو دکورشااوخوا زیات شمیر عسکرولاړ دي اوخبریالان دنوموړي له کوره څخه لري درول شوی دي، دبی بی سي خبریال زیاته کړه داسي مالومیږي چي ښاغلي هوجیا دي هم د ښاغلي ای ویوی په شان له خبرو کولوڅخه بند کړل شوی وي او ورته به اجازه نه وي چي له رسنیو سره خبري وکړي.

بشري حقوق پالانو اندیښنه څرګنده کړی ده وایی کیدای شي چي دچین حکومت په ښاغلي هو باندي له خوشي کولو څخه وروسته سخت بندیزونه ولګوي، خودچین حکومت تراوسه پوري پدي اړه کوم نظر نده څرګند کړي.

به نیویارک کي دبشري حقوقو دپالني یوي ټولنی له چینایی چارواکوڅخه غوښتي دي چي ښاغلي هوجیادي نورپه کورکي نظربند نه ساتي.

ښاغلي هوجیا له دي کبله په بند محکوم شوی وو، کله چي نوموړي دچینایی چارواکو په مخالفت کی لیکني کړي وي اوله رسنیو سره یی په خپلو مرکو کي چینایی چارواکي غندلی وو.کله چي ښاغل هوجیا اونوموړي میرمني به کال ۲۰۰۷ کي یوه لیکنه کړي وه اوپه هغه کی یی یادونه کړی وه چي دي اودده میرمنه دچینایی حکومتي چارواکو له لوری ترهمیشني څارني لاندی دي، له هغه څخه وروسته نوموړي دیوڅه وخت لپاره په خپل کورکي نظربند پاتي وي چي وروسته بیا په دري کاله بند باندي محکوم شو.

ښاغلی هو جیا ته داروپایی ټولني وتلي جائزه (ساخروپرایز) هم ورکول شوی وه، اودپښني دنړیوالی ټولنی له لوري ورته دضمیراووجدان دازدي زنداني ویل کیږي

دبښني نړیوالي ټولنی همدارنګه خبرداری ورکړي دی چي دچین په هیوادکي دروان کال دپروری له میاشتی څخه راپدي خوا څه دپاسه ۱۳۰ دحکومت دکړنو مخالفت کونکو کسان یاخوزندایان دي، یاخو وژل شوی اویا ویره ول شوی دی

بخت الرحمن بخت…………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x