افغانستان

د الجزیرې تلویزیون سره د خیرالله خیرخوا د مرکې پښتو ژباړه/ متن او ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالبانو مخکښ مشر، د ګوانتانامو زندان څخه آزاد شوي زنداني او د طالبانو د سیاسي دفتر غړي خیرالله خیرخوا د الجزیرې نړیوال تلویزیون انګریزي څانګې سره په عربي ژبه مرکه کړې ده، چې د هېواد د راتلونکي نظام او سولې پروسې په هکله یې مهمې څرګندونې او اندېښنې ځواب کړي دي.

د مرکې د محتویاتو د اهمیت له کبله د نن ټکي اسیا ویب پاڼې همکارانو وپتېله چې دغه مرکه پښتو ته وژباړي او خپلو مینوالو ته یې وړاندې کړي:

خبریال: ښاغلی خیرخوا، مننه چې الجزیرې ته مو د مرکې وخت ورکړ، ولسمشر اشرف غني وايي چې د سولې لپاره تر ټولو لوی ګواښ تاوتریخوالی دی، چې د تیر یوه کال په پرتله اوس تر ټولو په لوړه کچه کې دی. د نوموړي ویاند صدیق صدیقي وايي چې طالبان سولې ته لیوالتیا نه لري او د سولې په لار کې خنډ دي. دې وضعیت ته په پام سره به بین الافغاني څنګه پیل شي؟

خیرخواه: لومړی د کابل اداره د جګړې او عملیاتو د کچې په اړه مبالغه کوي. دوهمه دا چې د جګړې د شدت لامل دوی پخپله دي، دوی غواړي چې د طالبانو په ساحه کې نوې پوستې جوړې کړي، او دا کار د جګړې لامل کیږي. دریمه دا چې په تړون کې د کابل پر ادارې د حملو نه کولو په اړه څه نشته، ترمینځ مو اوربند نه دی شوی. د امریکایانو سره اوربند وروسته له هغه وشو چې خبرو ته کښیناستو او توافق ته ورسیدو چې نه به دوی حملې کوي او نه به یې مونږ کوو او دوی به له افغانستان څخه وځي. خو د کابل ادارې په اړه داسې څه نشته چې حمله به پرې نه کیږي. خو مونږ بیا هم په ښارونو، فرقو او د پوځ او پولیسو په لویو مرکزونو بریدونه نه دي کړي.

که بالفرض د جګړې کچه لوړه شوي وي، نو کله چې مونږ د امریکایانو سره مذاکرات کول هغوی تر بل هر وخت زیات د مذاکراتو په کال جګړه سخته کړې وه، خو بیا هم مونږ یو توافق ته ورسېدو. دا خبره سمه نه ده چې که جګړه وي نو مذاکرات به نه کیږي او یا توافق ته رسیدل ناشوني دي. امریکایانو په جګړه کې تر خپلې وسې کوښښ وکړ او مونږ هم په دفاع کې تر خپلې وسې کوښښ وکړ، خو توافق ته ورسېدو.

نو درې خبرې دي: اول: د کابل اداره د جګړې د کچې په ښودلو کې مبالغه کوي، دوهم: زمونږ لخوا د عملیاتو او جګړې لامل د کابل ادارې اقدامات دي. دریم: په تړون کې زمونږ ترمینځ داسې څه نشته چې په پوستو او ولسوالیو به برید نه کیږي.

خو که جګړه زیاته فرض کړو، هم د دې معنی نه ده چې مذاکرات دې نه کیږي. د مذاکراتو نیټه ټاکل شوې، که مونږ په مذاکراتو کې د اوربند په اړه توافق ته ورسیږو نو اوربند به رامینځته کیږي لکه څنګه چې مونږ د امریکایانو سره وکړل.

خبریال: په اوسنیو شرایطو کې، په داسې حال کې چې تاسو یو بل وژنئ، بین الافغاني مذاکرات به په کوم اساس ترسره کیږي؟

خیرخواه: مونږ په دې برخه کې ډیر کارونه کړي دي. په اختر کې مو درې ورځې ډزبندي وکړه، د اختر نه وروسته مونږ پسرلني عملیات اعلان نکړل، حال دا چې هر کال مونږ په مختلفو نومونو پسرلني عملیات اعلانوو، خو سږکال مو اعلان نکړل. خو سره له دې د کابل ادارې زمونږ په خلاف عملیات اعلان کړل. دا ټول په دې معنی دي چې هغوی نه غواړي چې بین الافغاني مذاکراتو ته ورداخل شو او داسې پلمې لټوي چې یا پخپله له مذاکراتو څخه په شا شي او یا د مذاکراتو په لار کې خنډ جوړ کړي. اشرف غني غواړي چې په دې توګه خپل پنځه کاله پوره کړي.

خبریال: ایا تاسو تمه لرئ چې بین الافغاني مذاکرات به عملا شروع شي؟ ایا فکر کوئ چې امکان لري؟

خیرخواه: هو که خدای کول، که د تړون له مخې هغوی ۵۰۰۰ بندیان خلاص کړي، مونږ یقین لرو چې بین الافغاني مذاکرات به پیلیږي او تیاری ورته لرو. اوس تقریبا ۴۰۰۰ خلاص شوي، ممکن شاوخوا ۱۰۰۰ تنه پاتې وي. که خلاص شي مونږ تیار یو، حتی د اولني پړاو د ځای په اړه توافق هم شته. مونږ یقیني یو چې مذاکرات به کیږي.

خبریال: خو دا به څنګه کیږي؟ تاسو د کابل حکومت په رسمیت نه پیژنئ!

خیرخواه: مونږ د امریکایانو سره د مذاکراتو په وخت کې ویلي وه چې مونږ به د افغان جهتونو سره خبرې کوو، افغان حکومت مو نه وه ویلی. اوس افغان جهتونه رایوځای شي او مونږ تیار یو چې خبرې ورسره وکړو. مونږ یوازې د کابل ادارې سره خبرې نه کوو، ټول افغاني جهتونه به په مذاکراتي ټیم کې موجود وي.

په تړون کې د بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې د ۵۰۰۰ بندیانو د خلاصون خبره شوې، مونږ ولې دا شرط ایښی؟ زمونږ او د کابل ادارې ترمینځ ډیره فاصله موجوده ده، زمونږ مشران دې ته تیار نه وه چې د کابل ادارې سره حتی د یو جهت په توګه لا خبرې وکړي. خو که ۵۰۰۰ بندیان ازاد کړي یوه ښه پیلامه به وګرځي او د باور فضا به رامینځته شي، نو له همدې کبله په تړون کې دا شرط موجود دی. مونږ د کابل ادارې نه بندیان نه غواړو، د امریکایانو نه یې غواړو. زمونږ تړون د امریکایانو سره دی، نه د کابل ادارې سره، هغوی به ورته امر کوي او دوی به زمونږ بندیان خوشې کوي.

خبریال: که امریکايي ځواکونه ووځي، څه به پیښ شي؟

خیرخواه: مونږ غواړو په افغانستان یو حل او بشپړې سولې ته ورسیږو او دا د دې دلیل دی چې جګړه به نه پیښیږي. که نه مونږ پوهیږو چې امریکایان وځي او له دې نه زیات په افغانستان کې نه شي پاتې کیدی. خو سره له دې مونږ مذاکراتو ته تیار یو او د افغاني جهتونو سره، چې د کابل اداره هم پکې شامله ده، مذاکرات کوو. په افغانستان کې د زور له لارې ستونزې نه حل کیږي. مونږ باور لرو که د ټولو جهتونو سره یو تفاهم رامینځته کړو نو یو قوي او له ستونزو خالي حکومت به ولرو. د زور له لارې قدرت ته رسیدل په افغانستان کې مشکلات نه شي حل کولی. له همدې کبله د بندیانو د خلاصون نه وروسته مونږ له ټولو افغاني جهتونو سره خبرو ته چمتو یو. مونږ د افغانستان د قضیې حل غواړو، څلویښت کاله جګړه روانه ده، غواړو جګړه پای ته ورسیږي، مونږ په افغانستان کې سوله غواړو، او په دې کار کې جدي یو. که هرڅوک په دې لاره کې زمونږ مخه نیسي او ستونزې پیدا کوي، مونږ بیا هم په دې لاره خپل تګ ته دوام ورکوو. ټول افغاني جهتونه پوهیږي چې له تفاهم او خبرو پرته حل ته نه شو رسیدلی. مونږ پخوانۍ تجربې لرو چې په جنګ ستونزې نه حل کیږي، مونږ مجبور یو چې خپلمنځي خبرې وکړو او د ټولو په توافق یو حل ته ورسیږو. مونږ د نړۍ مختلفو هیوادونو لکه چین، مسکو، ایران، پاکستان، اندونیزیا، ازبکستان او نورو ته سفرونه کړي او هغوی ته مو خپل موقف واضحه کړی، چې مونږ په افغانستان کې سوله غواړو او په جګړې ټینګار نه کوو، خو جګړه په مونږ تحمیل شوې، مونږ د دفاع په حال کې یو. که هغوی ووځي مونږ حل غواړو. نوموړي هیوادونه هم کوښښ کوي چې افغان جهتونه د دې مسئلې د حل لپاره راغونډ شي.

خبریال: دا جالبه ده چې مسکو ته مو اشاره وکړه، د طالبانو او روسیې اړیکي څنګه دي؟

خیرخواه: عموما مونږ له چین، روسیې، ایران، پاکستان، ګاونډیو او په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونو او نورو سره ښې ډیپلوماتیکي اړیکي غواړو. ترڅو هغوی اطمنان ولري چې هیڅوک زمونږ خاوره د نړۍ د هیوادونو، ګاونډیانو، امریکا او متحدینو د امنیت په خلاف نه شي استعمالولی. مونږ له ټولو سره ښه تعلقات لرو. په قطر کې د سیاسي دفتر له خلاصیدو وروسته مو له ډیرو هیوادونو سره اړیکي ښې شوي دي.

خبریال: د اخبره څومره حقیقت لري چې طالبان له روسانو پیسې اخلي ترڅو امریکایي پوځیان ووژني؟

خیرخواه: دا خبره هیڅ حقیقت نه لري. زمونږ موندنې ښيي چې دا خبره د کابل ادارې استخباراتو راپورته کړې. هغوی د بندیانو نه د شکنجو او تعذیب په زور دا اقرار اخیستی چې روسانو پیسې ورکولې ترڅو د امریکایانو سره وجنګیږي، او بیا یې ترې راپور جوړ کړی او بهر یې راویستلی. دا خبره بې بنسټه ده. هیڅ حقیقت نه لري. هیڅکله څوک دا نه شي ثابتولی چې طالبانو له روسانو یا پیسې اخیستي او یا نظامي کومک.

خبریال: خو یوازې د افغان حکومت استخبارات نه، د امریکا استخباراتي سرچینو هم دا خبره کړې. په داسې حال کې چې امریکا غواړي له افغانستان څخه ووځي، ولې دوی دروغ وايي؟

خیرخواه: مونږ د هغوی په استازیتوب ځواب نه شو درکولی، دا پوښتنه هغوی ته راجع کیږي چې ولې په دې موضوع کې دروغ وايي. خو زه ویلی شم چې د کابل اداره د امریکایانو او بهرنیو ځواکونو پاتې کیدل غواړي. د دې دروغو مقصد دا دی چې وښيي که امریکایان ووځي نو د روسیې نفوذ به زیات شي. هغوی غواړي بهرني ځواکونه راټینګ کړي او په افغانستان کې يې پاتې کړي. زما په نظر ممکن همدا یې مقصد وي. خو زه نه پوهیږم شاید نور اهداف هم ولري، دا پوښتنه هغوی ته راجع ده چې د دې دروغو هدف یې څه دی؟

خبریال: خو مخکې همداسې شوي دي، د شوروي په خلاف د افغان مجاهدینو سره د سي آي ای لخوا د پاکستاني ای ایس آی له لارې کومک کیده، ولې تاسو اوس د روسیې نه د امریکا د وژلو لپاره پیسې وانخلئ؟

خیرخواه: د شوروي یرغل په وخت کې له مجاهدینو سره ټولو هیوادونو مرستې کولې، خو اوس حقیقت دا دی چې د روسیې لخوا اسلامي امارت سره هیڅ مرسته یا پوځي کومک نه دی شوی. پرته له دیپلوماتیکو اړیکو څخه نورې مرستې هیڅوک نه شي ثابتولی.

راځئ چې افغانستان ته راوګرځو، ښارونه د حکومت تر واک لاندې دي، او اطراف اکثره د طالبانو تر کنټرول لاندې دي. تاسو د افغانستان په څومره خاوره واکمن یاست او د هغو سیمو وضعیت څنګه دی؟

تقریبا ۷۰ فیصده خاوره د طالبانو په واک کې ده. هلته یو مثالي امنیت دی، محکمې شتون لري. د کابل ادارې د واک د ساحو په پرتله وضعیت ډیر ښه دی. حتی د ښارونو نه خلک راځي او خپلې قضیې د طالبانو محکمو ته راوړي، ځکه چې دلته رشوت نشته، دوسیې نه ځنډیږي او فیصلې ژر کیږي. خو زمونږ په سیمو کې ځینې اړتیاوې شته، مثلا اکثره خیریه موسسې او هیوادونه د کابل ادارې سره کومک کوي، زمونږ سره په لاس کې څه نشته، خو مونږ په خپلو سیمو کې امنیت ټینګ کړی. خدای ته امید شته چې که مونږ واک ته ورسیدو نو حالت به ښه شي او ټول افغانان به په مساویانه ډول د ښه ژوند نه برخمن شي.

خبریال: غربي ولسونه دا اندیښنه لري، که طالبان په واک کې ورګډ شي یا واک ته ورسیږي، ټول هغه پرمختګونه چې افغانستان کړي، لکه د ښځو حقوق، د نجونو تعلیم، د سولې او عدالت تامین، د بیان ازادي، دا ټول به له منځه لاړ شي. تاسو څه تضمین ورکولی شئ چې داسې څه به نه پیښیږي؟

خیرخواه: د امریکايي یرغل څخه مخکې زمونږ د حکومت په وخت کې مونږ خلکو ته ډیر خدمات وړاندې کړي وو. د مثال په توګه د تعلیم موضوع؛ زه په وروستیو دوه کلونو کې د هرات والي وم، د ملګرو ملتونو یو پلاوی د یوې جاپانۍ میرمن په مشرۍ راغی او د نجونو او هلکانو ښوونځي یې ولیدل، هلته ښوونځي فعال وو، حتی د نجونو لپاره ښوونځي وو. که څه هم د جګړې حالت وه خو په ډیرو برخو کې پرمختګونه شوي وو. تعلیمي برخه او د ښځو حقوق د پرمختګ په حال کې وو. مونږ د ښځو حقوقو ته ژمن یو، ښځه په افغانستان کې له ډیرو اړخونو څخه مظلومه ده، خو خلک دې ته نه ګوري. اوس په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د زورزیاتي څومره پیښې کیږي؟ د طالبانو په وخت کې داسې نه دي پیښ شوي چې په ښځو تیزاب شیندل شوي وي، یا د ښځو د جنسي ځورونو پیښې رامینځته شوي وي، که ووایم چې د حکومت په ټوله موده کې به یوه یا دوه پیښې رامینځته شوي وي نو مبالغه به مې نه وي کړي. خو اوس تاسو ګورئ چې ښځې له څومره ستونزو سره مخ دي. په غرب کې خلک د ستونزې دې اړخ ته نه ګوري او یوازې د ښځو د ازادۍ خبرې کوي. مونږ هم د ښځو لپاره ازادي او تعلیم غواړو خو دا به د اسلامي لارښوونو او شریعت په رڼا کې وي. نو د ښځو د حقوقو، تعلیم او په نورو برخو کې پخوا هم کار شوی، اوس هم مونږ کوښښ کوو چې د اسلام په دایره کې ښځو ته تعلیم او نور حقوق غواړو. اما یو شمیر ښځې د امریکا او غرب په څیر حقوق غواړي، د دې تصور نه شي کیدی. ځکه چې د افغانانو کلتور او عنعنات د لویدیځو هیوادونو څخه توپیر لري. مونږ د اسلام او شریعت په چوکاټ کې د ښځو په ټولو حقوقو باور لرو. پخوا هم تعلیم موجود وه، ښځو په داخله وزارت کې دندې درلودې، په هوايي ډګرونو کې ښځینه کارمندانې وې، د نجونو ښوونځي فعال وو. خو مونږ هغې مرحلې ته نه وو رسیدلي چې وضعیت له دې نه زیات پرمختګ وکړي.

خبریال: نړۍ څه تضمین لري چې القاعده او نورې سخت دریځي ډلې چې پخوا يې په افغانستان کې کمپونه درلودل، بیا په افغانستان کې پټنځایونه نه شي پیدا کولی؟

خیرخواه: مونږ په تړون کې امریکا، متحدینو ته یې او ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې هیڅوک د افغانستان خاوره د دوی د امنیت په خلاف نه شي کارولی. مونږ دې کار ته ژمن یو. دا خلک د طالبانو نه مخکې د پخواني جهاد له وخته په افغانستان کې پاتې وو. مونږ د ټولو کارونو د نظم او ضبط لپاره کافي وخت ونه موند، نو دا پیښې وشوې او تغیرات راغلل. خو اوس الحمدلله زمونږ تر واک لاندې سیمو کې ډیر نظم او ترتیب موجود دی. له بلې خوا هغوی هم نور ضرورت نه لري چې افغانستان ته د جنګ لپاره راشي او نه څوک د راتګ اجازه ورکوي. په هغه وخت کې دوی پوهیدل چې باید له افغانستان څخه خپلو هیوادونو ته لاړ شي، ځینې چې پاتې وو هغوی د عرب پسرلي په راتګ سره له افغانستان څخه لاړل. نو اوس به هغوی هم پوه شوي وي چې طالبانو دا ژمنه کړې چې هیچا ته د نورو هیوادونو د امنیت په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي. نو مونږ دا توقع نه لرو چې له دې وروسته دې څوک افغانستان ته راشي، که راځي دا اجازه به ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د چا په خلاف استعمال کړي.

خبریال: ذبیح الله مجاهد ویلي چې د افغان سولې لپاره داخلي او خارجي ګواښ موجود دی، د ملي امنیت پخوانی مشر وايي چې پاکستان لا هم له طالبانو سره اړیکي لري، تاسو د داعش د دوه نیول شوو جنګیالیو ویډیو خپره کړې وه چې ګویا په امریکايي او افغان چارواکو یې د بریدونو پلان درلود، دا څومره حقیقت لري، او تاسو له څه شي سره مخامخ یاست؟

خیرخواه: کوم بریدونه چې شوي، مثلا په روغتون برید، د ځینو علماوو وژل، د بشري حقونو د ځینو غړو وژل، زمونږ په نظر د کابل ادارې استخبارات پکې لاس لري، ترڅو بهرنیو ځواکونو ته وښيي چې لا هم خطر شته او ستاسو د وتلو لپاره مناسب وخت نه دی. دا کارونه د همدې هدف لپاره کوي. بل هدف یې دا دی چې په طالبانو یې تور پورې کړي. خو الحمدلله افغان ولس پوهیږي چې طالبان داسې کار نه کوي، طالبان مسلمانان دي او د همدې ولس بچیان دي. ځینو دیني علماوو په لویو غونډو کې دا کړنې د کابل په اداره کې داخلي کړیو ته منسوب کړي دي. دا کار طالبانو ته څه ګټه کوي؟ طالبان مسلمانان دي، ولې په یو روغتون، چې ښځې او ماشومان پکې وي، برید وکړي؟ طالبانو ته یې ګټه څه ده؟ مونږ نه یوازې په داسې پیښو کې لاس لرل رد کړي بلکې د پیښې د څیړنو غوښتنه مو هم کړې ترڅو خلکو ته معلوم شي چې د دې کارونو تر شا د چا لاس دی؟ زمونږ په اند د کابل ادارې استخبارات پکې لاس لري، ترڅو خارجي قواوې په افغانستان کې پاتې کیدو ته اړ باسي او داسې وروښيي چې که تاسو ووتلئ حالات به نور هم خراب شي.

خبریال: ښاغی خیرخوا د وروستۍ پوښتنې په توګه، د طالبانو د واکمنۍ نه شل کاله وروسته اوس افغانستان په یو بدل وضعیت کې قرار لري، د افغانستان خلک او ځوانان اوس د شلو کلونو نه مخکې په پرتله ډیر متفاوت نظریات لري، تاسو څنګه افغانستان تصور کوئ، که طالبانو د قدرت یو لوی شریکوال شي، خلک او ځوانان به څومره ازادي ولري؟

خیرخواه: زه او زما ټول ملګري دغه خبرې جدي اخلي، مونږ هم باوروي یو او پوهیږو چې خلک د تیرو شلو کلونو په شان نه دي، او په دې هم پوهیږو چې په هر اړخ کې بدلونونه راغلي دي. مونږ د شلو زرو کسانو خبره نه کوو او نه هم د پنځوسو زرو، بلکې د افغانستان د ۴۰ ملیونه نفوس خبره کوو، مونږ د ټول ولس مصلحت غواړو. دا ټول کارونه د ولس د منافعو لپاره بولو. له همدې امله امنیت، د بیان ازادي او د اسلام په چوکاټ کې ازادي د ولس په ګټه ده. مونږ یې مخه نه نیسو، مونږ ورته ژمن یو، مونږ نه یوازې د ولس خیر ښیګڼه غواړو بلکې په دې برخو کې د لا زیات پرمختګ غوښتونکي یو. مونږ پوهیږو چې وضعیت د شل کاله پخوا په شان نه دی.

خو دا ویره، چې که طالبان راشي د ښځو د تعلیم او د بیان د ازادۍ مخه به ونیسي، هغه کسان خپروي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې نه شي پاتې کیدی. له همدې کبله ګڼ تلویزونونه او راډیوګانې دې موضوع ته هوا ورکوي او خلک له طالبانو ډاروي.

خو د افغانستان اکثریت ولس پوهیږي چې که طالبان راشي نه یوازې د امنیت بلکې د ولس د ښیګڼې لپاره به کوښښ کوي. مونږ د ولس ترقي او پرمختګ غواړو. مونږ یو پرمختللی اسلامي هیواد غواړو. مونږ د نړۍ هیوادونو ته د دې لپاره سفرونه کړي چې افغانستان ته خیر ښیګڼه راجلب کړو. مونږ نه غواړو چې واک فقط د زور له لارې وي او ولس له حقوقو محروم وي. مونږ راتلونکي ته خوشبین یو او ټول کوښښ مو د هیواد د خیر او ګټو لپاره دی. دې ولس څلویښت کاله په مشکلاتو کې تیر کړي مونږ نه غواړو چې نور مشکلات وګالي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یو پر بل تورونه لګول، د ماشومانو په څیر ځوابونه بی منطقه ورکول اوس فکر نکوم هغه وخت تللی چی د خلکو وهل او ټکول بیا راشی په زور په خلکو ږیره پریښودل شی او یا په زوره په خلک جوماتونو ته کش کړل شی. خیرخواه وایی چی زمونږ په سیمه کی امنیت دی خو بهرنی هیوادونه او موسیسی د کابل اداری سره کمک کوی. خیر خواه فکر کوم د هغه انجنییر ویډیو نده لیدلی چی څنګه یی یو جاهله طالب شهیده وی. نو څنګه موسیسی د طالبانو په ساحه کی کار وکړی، هلته چی ټول اسلام په لنګی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close