شعـــــرونه

روژه ستا د بېلتون مې ورکه یاره لا په خوله ده/ ريحان

شفاعت ريحان

چې زړۀ مې دِ تا حُسن ته خیرات شي، څۀ به ښۀ شي
صاحبه! چې ښۀ غوټ درپسې مات شي، څۀ به ښۀ شي

دا څوک چې د بچو ګوتو کې ږدي د قلم څوکي
دا کار که دلته ډېر شي، پسې زیات شي، څۀ به ښۀ شي

له سترګو چې دي ورکه غرڅنۍ مینه را اوري
ور ګډ چې دي د دواړو شونډو شات شي، څۀ به ښۀ شي

روژه ستا د بېلتون مې ورکه یاره لا په خوله ده
دا نن که يې د وصل روژه مات شي، څۀ به ښۀ شي

دا موږ ته چې سکروټې د جګړې ډالۍ کوي نو….
دا جنګ که و هغوی لره سوغات شي، څۀ به ښۀ شي

“زۀ مینه لرم تاسره” دا توري که تکرار کړې
اداء به دي د ټول حُسن زکات شي، څۀ به ښۀ شي

ځه پیر به شې د قاف د ښاپېریو شفاعته!
ښکاره که دي غزل کې کرامات شي، څۀ به ښۀ شي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close