افغانستان

د «اصلاح» دولتي ورځپاڼې مسئول مدیر د کرونا له امله مړ شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د رسنیزو راپورونو له مخې د «اصلاح دولتي ورځپاڼې مسئول مدیر دادمحمد عنابي د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې له آزادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي، د «اصلاح» دولتي ورځپاڼې مسئول مدیر چې په کرونا وبا اخته ؤ، د درملنې پروخت ساه ورکړې ده.

د «نی» د معلوماتو په اساس تراوسه د افغانستان د رسنیو ټولنې ۷ تنه غړي د کرونا وبا له امله مړه شوي او ګڼ نور ورباندې اخته دي، چې زیاترو ته یې لازمه روغتیايي پاملرنه نه کیږي.

باید وویل شي چې تردې وړاندې هم په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ خپلواکو سازمانونو د کرونا وبا په وړاندې د حفاظتي امکاناتو نه شتون له کبله د خبریالانو ژوند له خطر سره مخ بللی ؤ او غوښتنه یې کړې وه، چې باید د خبري پوښښ پرمهال خبریالانو ته د ځان ساتنې په بشپړ حفاظتي روغتیايي وسایل ورکړل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close