افغانستان

د بندیانو د تبادلې په لړ کې ۱۲ طالبان د هرات له مرکزي محبس نه آزاد شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د سولې خبرو پیلېدو په درشل کې یې ۱۲ تنه طالب زندانیان تیره ورځ ددې ولایت له مرکزي محبس څخه آزاد کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د هرات ولایت مقام په فیسبوک پاڼه خپره شوې، ویل شوي چې یاده شمېره طالب زندانیان د سولې خبرو لپاره د لارې هوارۍ او امنیت ټینګښت په خاطر په دې ژمنه خوشې شوي، چې بیا ځلې به د جګړې ډګر ته نه ورستنیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د هلمند ولایت له مرکزي محبس څخه هم د ۳۳ طالب زندانیانو د خلاصون په داسې مهال ورکړل شو، چې طالبانو بیا په غور ولایت کې له خپلو بندخونو څخه ۱۷ تنه دولتي عسکر آزاد کړي وو.

د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې په اساس باید ۵۰۰۰ طالب بندیان له بین الافغاني مذاکراتو مخکې خوشې شي، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۴زره تنه طالبان آزاد شوي او د پاتې نورو د آزادېدو په صورت کې طالبانو ژمنه کړې، چې بین الافغاني مذاکرات به پیلوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close