ورزش

د اروپا اتلانو لیګ راتلونکو سیالیو کې به څوک له چاسره لوبیږي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د اروپا اتلانو لیګ (UCL) فوټبال سیالیو راتلونکې سیالۍ د اګست میاشتې په لومړۍ لسیزه کې پېل کیږي، چې تېره ورځ د کواټر پایلوبې او نیمه پایلوبې په اړه پریکړه ترسره شوه.

په کواټر پایلوبو او نیمه پایلوبو کې به کومه لوبډله له کومې بلې سره مخامخ کیږي؟

د اروپا اتلانو لیګ سیالۍ هغه مهال د کرونا وبا له کبله وځنډیدې چې د شپاړسم پړاو سیالیو لومړی لیګ پای ته ورسېد، تېره میاشت د اروپا اتلانو لیګ ادارې د دویم لیګ، د کواټر پایلوبو، نیمه پایلوبو او پایلوبې ترسره کېدو نېټه په ډاګه کړه.

لکه څرنګه چې اوسمهال دغه سیالۍ په شپاړسم پړاو کې قرار لري، په همدې تړاو د کواټر او نیمه پایلوبو اټکلي سیالان په ډاګه شول.

باید وویل شي چې د یادو سیالیو په روان سیزن کې به د دوه سیالانو ترمنځ په کواټر پایلوبه او نیمه پایلوبه کې یوازې یوه یوه سیالۍ ترسره کیږي. په نورو پړاوونو کې به د هرې لوبډلې په کوربه توب سیالۍ ترسره کېده.

پاریس سان جرمان، اتلانتا، اتلاتیک مدرید او لایبزیګ لوبډلو وار له مخه د شپاړسم پړاو په دویم لیګ کې خپل سیالان مات کړي او کواټر پایلوبو ته یې لار موندلې ده، په داسې حال کې چې د تېر وار اتله لوبډله لیورپول، رنر اپ ټوتنها هاټسپر، ډورتمند او والنسیا له سیالیو بهر شوي دي.

د لایبزیګ جرمنۍ لوبډله به د اتلاتیک مدرید هسپانوۍ پر وړاندې او اتلانتا جرمنۍ به د پاریس سان جرمان فرانسوۍ لوبډلې پر وړاندې په کواټر پایلوبه کې مخامخ کیږي.

د مانچسټر سیټي انګلستانۍ او ریال مدرید هسپانوۍ لوبډلو ترمنځ به ګټونکې د یوونتوس ایټالوۍ او لیون فرانسۍ لوبډلو ترمنځ ګټونکي سره په کواټر پایلوبه کې لوبیږي.

دغه راز د برسلونا هسپانوۍ د ناپولي ایټالوۍ لوبډلو ترمنځ ګټونکې به د بایرن میونیخ جرمنۍ او چیلسي انګلستانۍ لوبډلو ترمنځ ګټونکې سره مخامخ کیږي.

د نیمه پایلوبو پچه هم ترسره شوه، چې د لومړي ګروپ ګټونکې به د دریم ګروپ ګټونکې لوبډلې سره مخامخ کیږي، په داسې حال کې چې د دویم ګروپ ګټونکې به د څلورم ګروپ ګټونکې سره مخامخ کیږي.

د چمپینز لیګ اداره د شپاړسم پړاو سیالۍ د راتلونکې اګست میاشتې له ۷مې نیټې څخه پېلوي او د دوه اونیو په دوران کې یې پای ته رسوي. ټاکل شوې چې پایلوبه به د ترکیې پر ځای په پرتګال هېواد کې د اګست په ۲۴مه نېټه ترسره شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close