
سامسنګ به هم له خپلو نویو موبایلونو سره چارجر نه ورکوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): کوریایي شرکت سامسنګ د خپلو نویو ځیرک موبایلونو سره یو ځای په چارجر نه ورکولو غور کوي چې اصلي هدف یې د لګښت کمول دي.
د یوه کوریایي ویبپاڼې (IT) د راپور له مخې، شونې ده په ۲۰۲۱م کال کې سامسنګ شرکت د خپلو نویو ځیرکو موبایلونو سره یوځای چارجر تحویل نه کړي چې اوسمهال پر دې مفکوره کار کوي.
د یادونې وړ ده چې امریکایي شرکت ایپل له دې وړاندې د ایفون موبایلونو سره یوځای پر چارجر نه ورکولو مفکورې کار پېل کړی دی، د ټکنالوژي مبصرین ادعا کوي چې ګواکې د ایفون ۱۲ سره به یوځای خپل چارجر شتون ونه لري.
د ایپل شرکت په اړه راپورونه ورکول کیږي چې د ۲۰ واټه چټک چارجر به جلا وړاندې کړي.
ویل کیږي چې د ټکنالوژۍ مشهور شرکتونه ایپل او سامسنګ د یادې مفکورې تر شا پر موبایلونو د لګښت او د ضایع کېدونکو څيزونو کمول دي، ځکه چې په نړۍ کې د ټکنالوژي د استعمال زیاتوالي سره د بریښنایي آلاتو شاړه هم په پراخه کچه زیاتیږي چې چاپیریال او روغتیا ته زیان رسوي.