افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: «په بې مسئولیته او غیر منطقي خبرو او بی اساسه تورونو ستونزه نه حل کيږي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د بندیانو د تبادلې پروسه دې بشپړه کړل شي او افغانان دې پرېښودل شي، د خبرو له لارې یوه سیاسي تفاهم ته ورسېږي.

دغه څرګندونې د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر خپل ټویټر لیکلې، نوموړي په خپلو څرګندونو کې  د دوحې د تړون په عملي کېدلو او د بین الافغاني مذاکراتو په پيلېدو ټینګار کړی؛ ځکه دده په خبره، په اساس یې کېدلای شي د جګړې د کمښت او پای ته رسېدو لارې ولټول شي.

مجاهد زیاته کړې، چې تر مذاکراتو وړاندې د جګړې درولو غوښتنه یوه «غیر منطقي» غوښتنه ده او طالبان له دې امله جګړه کوي، چې تر دې دمه یې بل انتخاب نه دی موندلی «که څوک جګړه نه غواړي، نو بیا د مذاکراتو د پيل په لاره کې خنډونه ولې اچوي؟ پریږدې چې افغانان د سیاسي تفاهم له لارې چې د افغانانو او بین المللي ټولنې غوښتنه هم ده نتیجې ته ورسیږي. په بې مسئولیته او غیر منطقي خبرو او بی اساسه تورونو ستونزه نه حل کيږي.»

نوموړي ددې تر څنګ د بندیانو د خلاصون د پروسې په بشپړېدو او د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو ټینګار کړی  او همدا یې دستونزو واقعي حل لاره بللې.

د مجاهد دغه څرګندونې وروسته له هغه دي، چې نن د کابل حکومت ویاند «صدیق صدیقي» طالبان د جګړې د  شدت په زیاتوالي تورن کړل او ادعا یې وکړه، چې د هغوی له لوري د جګړې زیاتوالي د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره راټوکېدلې هیلې مړاوې کړې.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close