نن ټکی اسیا

افغانستان کې به ښوونځي او پوهنتونونه د زمري له ۱۵مې نېټې پرانیستل کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي لپاره بیړنۍ کمیټې پریکړه کړې چې د کرونا ویروس له کبله تړل شوي ښوونیز مرکزونه به د راتلونکې زمري میاشتې له ۱۵مې نیټې چې د اګست میاشتې له ۵مې نیټې سره سمون خوري پرانیستل شي.

د شنبې په ورځ د «چنګاښ په ۲۱مه» نېټه د افغانستان د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي بیړنۍ کمیټې غونډه درلوده چې په غونډه کې د هېواد دننه دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونو په اړه پریکړه اعلان کړه چې د راتلونکې اګست میاشتې له ۵مې نیټې له لوی اختر وروسته څخه به پرانیستل شي.

کمیټې دغه راز زیاته کړه، «د هېواد دننه به شخصي او دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د اسد/زمري میاشتې له ۱۵مې نیټې وروسته له هغه په تدریجي توګه پرانیستل شي چې د روغتیا وزارت سره په مشاورت او د کرونا ویروس خپریدل او ددې خطر وارزول شي».

د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د خپریدو او ددې خطر مخنیوي په خاطر سروی پېل کړې چې د روانې اونۍ په پای کې به بشپړه شي او پایلې به یې د راتلونکې اونۍ کابینې غونډه کې د بحث لپاره وړاندې شي.

د ارګ دویم مرستیال سرور دانش چې د ناستې مشري یې کوله وویل، د ښوونځیو او پوهنتونو د بیا پرانیستلو په اړه د عامې روغتیا وزارت نظر د حکومت مشرتابه لپاره مهم و، که چیرې هغه مهال وضعیت مناسب شو په تدریجي ډول به ښوونیز مرکزونه پرانیستل شي.

د شخصي او دولتي ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په پلان کې د پوهنې او د لوړو زده کړو وزارتونو خصوصي ښوونځیو او پوهنتونونو ته د مرستو وړاندیز کړی او په هېواد کې یې د انلاین زده کړې سیستم پیاوړي کولو ژمنه کړې ده.

د ښوونیزو مرکزونو د پرانیستلو پریکړې سربېره یادې کمیټې د حکومتي کاري ساعتونو د بدلون پلان هم تصویب کړی چې د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې ټاکل کیږي، او کارکوونکي به حتی د ورځې په دوه شیفټونو کې کار کوي.

سربېره پر دې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د بیړنۍ کمیټې د هېواد دننه د داخلي سیالیو اجازه هم په دې شرط ورکړه چې له نندارچیانو پرته سیالۍ ترسره کړي. په دې اړه به د نورو سپورتي فعالیتونو په اړه ډير ژر پریکړه وشي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د روان کال فبروري میاشتې په ۲۶مه نېټه ثبت شوه چې تر دې دمه یې ۳۴زره کسان نیولي، ۱۰۰۰ تنه مړه شوي او له ۲۱زرو زیات بیرته روغ شوي دي.

په دې لړ کې حکومت لومړی د ځینو ښارونو د قرنطین او بیا د ښوونیز مرکزونو د تړلو پریکړه وکړه چې په دې لړ کې سپورتي فعالیتونو هم وځنډول شول او اوس یې په تدریجي توګه د پرانیستلو پریکړه عملي کیږي.