افغانستان

د کندهار او پلچرخي له زندانونو سل طالب بندیان خلاصېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې په دوام تمه ده نن د کندهار او څرخي پله له زندانونو څخه سل تنه طالب بندیان خلاص شي.

په ملي امنیت شورا کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي د برخې مسئول «انتظار خادم» په دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي «د تېر په څېر موږ نن هم د کندهار او څرخي پله له زندانونو څخه سل طالب بندیان خلاصوو او تمه ده طالبان هم نن زموږ یو شمېر بندیان را خلاص کړي.»

د خادم له قوله، د بندیانو د تبادلې لړۍ به سبا هم دوام لري، تر څو یوې پراخ بنسټې او پایداره سولې ته زموږ ژمنتیا په ډاګه شي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، حکومت ژمن دی پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي.

تر دې دمه د حکومت له زندانونو نږدې ۳۷۰۰ شاوخوا طالب بندیان خلاص شوي او د طالبانو له لوري بیا تر اووه سوه زیات دولتي عسکر او پولیس خلاص شوي.

په افغانستان کې بیلابیلو جهتونو د بندیانو د تبادلې د پروسې د بشپړېدو غوښتنه کړې، او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په برخه کې يې یو اړین ګام بللی.

د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د «مصالحې عالي شورا» هم له دواړو لورو غوښتي، چې بندیان خلاص او په دې توګه  د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لار خلاصه کړي.

طالبانو ویلي، چې دوی د خپلو پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته تیار دي له ټولو افغان جهتونو سره د مذاکراتو مېز ته کېني.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close