نړۍ

شمالي وزیرستان کې ۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): پاکستاني چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په مرکز میران شاه کې له وسله والو سره نښته کې ۴ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

دا نښته پرون د یکشنبې په ورځ(۲۲ چنګاښ) د میران شاه نه اته کیلومتره لویدیځ لور ته د «بویا» په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو او سیمه ییزو وسله والو ترمنځ هغه وخت پېښه شوه، کله چې پاکستاني پوځیان سیمې ته د تصفیوي عملیاتو لپاره تللي وو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو(ISPR) څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، په دغه نښته کې ۴ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د پوځ په ځوابي ډزو کې څلور تنه وسله وال هم وژل شوي.

باید وویل شي چې د تیرې مئ میاشتې په اتمه نیټه هم میران شاه ته څېرمه د وسله والو په توغندويي برید کې ۲ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close