افغانستان

طالبانو کندهار کې لس عسکر او پولیس له بنده خلاص کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې په لړ کې، تازه طالبانو په کندهار ولایت کې لس دولتي عسکر او پولیس له بنده خلاص کړي.

د طالبانو بندیانو چارو کمېسیون ته یوې نږدې سرچینې “نن ټکی اسیا” ته وویل، چې یاد بندیان نن د لارې له خرڅ او کرایې ورکولو وروسته خوشي شوي.

 

د طالبانو له لوري د لس دولتي بندیانو د خلاصون خبر داسې مهال دی، چې حکومت نن د هرات له زندانه دوولس طالب بندیان خلاص کړي او همدا نن د څرخي پله او کندهار له زندانونو څخه  د سل تنه نورو طالب بندیانو د خلاصون اراده لري.

تمه ده د یادو سلو بندیانو له ډلې شپیته یې د څرخي پله او څلوېښت نور د کندهار او ګردیز له زندانونو خلاص شي او په دې توګه د خلاصو شویو طالب زندانیانو شمېر څه کم څلور زره ته ورسېږي.

یاده دې وي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې مطابق حکومت ژمن دی پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي.

طالبان وایي، که د دوحې د توافق مطابق ددوی پنځه زره بندیان  خلاص شي دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close