افغانستان

د حکومت له زندانونو سل طالب بندیان خلاص شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالبانو او حکومت د بندیانو د خلاصون د لړۍ په دوام د څرخي پله، ګردېز او کندهار له زندانونو سل تنه طالب بندیان خلاص شوي.

د طالبانو بندیانو چارو کمېسیون ته یوې نږدې سرچینې “نن ټکی اسیا” ته ومنله چې نن د لست مطابق ددوی سل تنه بندیان خلاص شوي.

د سرچینې په خبره، د یادو سل تنه بندیانو له ډلې ۶۰ یې د څرخي پله، ۳۳ د کندهار او پاتې ۷ تنه یې د ګردیز له زندانونو ازاد شوي.

د سرچینې د وینا په اساس،  د یادو سل تنه  بندیانو په خلاصون سره د حکومت له زندانونو د خلاصو شویو بندیانو شمېر څه کم څلور زره ته رسېږي.

په ورته وخت کې د طالبانو له لوري نن په کندهار ولایت کې لس دولتي عسکر او پولیس خلاص شوي او د لارې د خرڅ او د نویو جامو له ورکړې وروسته کورونو ته لېږل شوي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې حکومت ژمن دی پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي، چې تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي.

طالبان وایي، دوی د خپلو پنځه زره بندیانو له خلاصون وروسته تیار دي له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني.

په ورته وخت کې بېلابېلو جهتونو پر طالبانو او حکومت غږ کړی، چې د بندیانو د خلاصون پروسه په چټکۍ سره بشپړه او بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close