افغانستان

جوزجان کې د دوستم د مارشال کېدو په مناسبت جشن رابلل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» پخواني مرستیال «دوستم» ته د مارشالۍ د رتبې د ورکړې په مناسبت د جشن مراسم نیول کېږي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس،  تمه ده د جشن دغه مراسم درې ورځې وروسته په جوزجان ولایت کې ونیول شي او په ترڅ کې يې د دوستم مارشال کېدل ولمانځل شي.

د دوستم د ګوند «جنبش ملي» مرستیال «عبدالله قرلق» وایي، په یادو مراسمو کې  د عبدالله عبدالله، د ګوندونو د غړو او مشرانو، د ملي شورا د غړو او د بهرنیو هیوادونو د استازو تر څنګ اشرف غني ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو لا څرګنده نه ده چې غني به په یادو مراسمو کې ګډون وکړي که نه.

دوستم چې د افغانستان په شمال کې شخصي ملیشې لري او ځان د ازبک قوم مشر یادوي، د ژوند زیاته برخه یې په جګړو او وژنو کې تېره شوې او له خبرو مطلق بې سواده ښکاري؛ خو دده له قوله، تر شپږم ټولګي پورې یې زده کړې کړې.

دوستم چې په جنګي جنایتونو، جنسي تېریو او د افغانانو په عام وژنه تورن دی، د عبدالله عبدالله او غني د سیاسي توافق په اساس ورته د غني له لوري د مارشالۍ رتبه ورکړل شوې.

داسې ویل کېدل، چې ښایي دوستم ته  د مارشالۍ د ورکړې مراسم په کابل کې ونیول شي او اشرف غني هم پکې ګډون وکړي؛ خو لا هم څرګنده نه ده، ولې یاد مراسم د کابل په ځای په جوزجان کې ترسره کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه خبره ده، طالبان دی خپل انتحاریان ورته آماده کړی.

احمد

د وطن دری ژبه کې متل دی وایی (بز د جان کندن قصاب در غم چربو) خوار ملت دغمونو سمندر کی غپې وهی نیم حکومت ونډوال د دوستم واده ته د اتڼ جامې جوړوي ددغسې یو فاسد نظام نه ځینې بې منطقه دفاع هم کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close