
د امریکا سفارت: حکومت دې د فساد اړوند راپورونه وڅېړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې یو شمېر رسنیو په خپلو راپورونو کې په کابل حکومت کې له روان فساد پرده پورته کړه؛ په کابل کې د امریکا سفارت وایي، حکومت دې یاد راپورونه وڅېړي او عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر «راس ویلسون» د «هشت صبح» ورځپاڼې له لوري خپاره شوي هغه راپور ته چې ښودله یې، د وچې ډوډۍ په ویش کې تر نیم میلیارد افغانۍ زیات فساد شوی؛ لیکلي « زه هشت صبح، پژواک او نور ټول هغه خبریالان ستایم چې حکومت یې جواب ویونکی، حساب ورکوونکی او مسئول کړی.»
نوموړي زیاته کړې، چې حکومت دې د فساد اړوند خپاره شوي ټول راپورونه وڅېړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
I applaud @HashteSubhDaily, @pajhwok & other media outlets, journalists, and activists for keeping the #Afghan government more responsive, transparent, & accountable. I urge authorities to investigate all credible allegations, disclose their findings, & hold culprits responsible. https://t.co/b2jwg2j6fd
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) July 12, 2020
د امریکا سفارت داسې مهال د کابل حکومت د فساد څېړلو ته متوجه کوي، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره پر امریکایي مرستو د څار اداره «سیګار» وایي، د حکومت په ټولو برخو کې سیسټماټیک فساد موجود دی او افغانان حتی لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې اړ دي چارواکو ته بډې ورکړې.
په دې وروستیو کې د کرونا په اوج کې د چارواکو له لوري د ساه اخستنې د مصنوعي ماشینونو «وینټلاټورونو» غلا، له کرونا سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې غلا، او د وچې ډوډۍ په ویش کې د سلګونو میلیونونو افغانیو اختلاس د فساد هغه بېلګې دي چې راپورونه یې رسنیز شوي، او حکومت یې د څېړلو ژمنه کړې؛ خو د تېر په څېر لا هم په دې برخه کې لاسته راغلې پایلې نه دي شریکې شوې.