نن ټکی اسیا

د نړۍ هغه هېوادونه چې تر اوسه یې د کرونا هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبت کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشتې په وروستیو کې د چین له ووهان ښار څخه د کرونا خپور شوی ویروس چې تر څو اونیو محدود و خو وروسته یې نږدې ټوله نړۍ ونېوله او نړیواله وبا جوړه شوه.

دغه ویروس چې د ساه تنګي لامل کیږي او د بدن مایعاتو له لارې لکه بلغم او د لاړو له ذرو څخه نورو ته خپریږي تر دې دمه د نړۍ نږدې ۱۹۰ هېوادونو کې خپور شوی دی.

ساینس پوهان، روغتیایي چارواکي او د نړۍ سترو هېوادونو ښاریانو ته د ټولنیز واټن ساتلو او د اړینو څیزونو رانیولو پرته بهر ته د نه تلو سپارښتنې کړې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې د نړیوالې وبا کرونا ویروس نږدې ۷ میاشتې بشپړې شوې خو په نړۍ کې ځینې داسې هېوادونه اوس هم شتون لري چیرته چې د کرونا ناروغۍ یوه مثبته پېښه هم نه ده ثبت شوې.

په دې هېوادونو کې شمالي کوریا، ترکمانستان، کیریباتي، مارشل ایسلینډز، مایکرونیشیا، ناورو، پلاو، ساموا، جزایر سلیمان، ټونګا، تووالو او وانواتو شامل دي.

د کرونا ویروس هیڅ پېښې نه ثبتولو هېوادونو کې ترکمنستان د منځني ختیځ، شمالي کوریا د ختیځې اسیا او پاتې نور هېوادونه د اوقیانوس خطې سره تړاو لري. د شمالي کوریا او ترکمنستان ګاونډي هېوادونو کې د کرونا ویروس زرګونه مثبتې پېښې راپور شوي دي.

باید وویل شي چې د روان کال جنوري میاشتې په وروستیو کې چین د انسان نه انسان ته د انتقالیدونکي ویروس له کبله د څلورو قربانیانو خبر ورکړ، چې لومړۍ مړینه په ۱۱ جنوري پېښه شوه او په راتلونکې یوه میاشت کې دغه شمېره په چټک ډول له ۱۰۰۰ پورته شوه.

وروسته له دې د روغتیا نړیوال سازمان یاد ویروس د کوویډ-۱۹ په نوم ونوماوه تر څو ناروغي د کوم څاروي او یا کومې سیمې پورې ونه تړل شي.

کله چې کرونا ویروس له سلو زیاتو هېوادونو ته ورسېد د روغتیا نړیوال سازمان دغه ناروغي نړیواله وبا اعلان کړه او پر وړاندې یې له هېوادونو د بشپړ جدي تدابیرو نیولو غوښتنه وکړه.

اوسمهال په نړۍ کې د کرونا ناروغۍ څخه تر ټولو زیات اغیزمن شوی هېواد امریکا ده چې له درې میلونو زیاتې پېښې په کې ثبت شوي او له ۱۳۴ زرو زیات کسان یې مړه کړي دي.

که څه هم د نړۍ نږدې ۱۹۰ هېوادونو کې یاده وبا خپره شوې، او له بندیزونو وروسته یې اسانتیاوې او یو وار بیا ځینې بندیزونه رامنځته کړي، مګر په داسې حال کې ځینې هېوادونه چې لا یې د کرونا ویروس خوند نه دی څکلی.