افغانستان

طالبان: بندیان باید د ورکړل شوي لست مطابق خلاص شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې کابل حکومت د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې یو شمېر ملاحظات راپورته کړي او د نږدې شپږ سوه بندیانو له خلاصون یې انکار کړی؛ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ټینګار کړی، چې د لست مطابق باید ددوی ټول زندانیان خلاص شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په دې اړه پر ټویټر لیکلي «د بندیانو د خلاصون په سلسله کې یوه خبره ډيره مهمه ده چې را خلاص شوي بندیان باید د اسلامی امارت د ورسپارل شوی لست مطابق وي چې په دوحه کې يې د خلاصون پریکړه شوې.»

د شاهین په خبره، که د طالبانو له لوري د ورکړل شوي لست مطابق بندیان خلاص نشي، دا به د هغه پروسې برخه نه وي، چې توافق ورباندې شوی.

https://twitter.com/suhailshaheen1/status/1282381537879695364?s=20

طالبان داسې مهال د ورکړل شوي لست مطابق د خپلو بندیانو په خلاصون ټینګار لري، چې د کابل حکومت ملي امنیت شورا ادعاء کوي، د طالبانو له لوري په سپارل شوي لست کې ۵۹۲ تنه یې جنایي دوسيې لري او حق العبدي مسایل ورپورې تړلي.

ددې تر څنګ ملي امنیت شورا طالبانو ته ګواښ کړی و، چې که د یاد شمېر زندانیانو بدیل لست ورته ونه سپاري؛ دوی به د پرېکړې واک په خپل لاس کې واخلي.

بل لور ته طالبانو  بیا په خپلو بندیانو باندې لګېدلي تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې ددوی بندیان هیڅ ډول جنايي دوسیې لري.

طالبان د حکومت له لوري د بندیانو  د تبادلې په پروسه کې راپورته کړل شوي تازه ملاحظات د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو هڅې بولي او ټینګار کوي، چې باید ددوی پنځه زره بندیان خلاص او په دې توګه د افغانانو خپلمنځي خبرو ته لاره هواره شي.

په ورته وخت کې په هیواد کې دننه او بهر هم بیلابېلو جهتونو د بندیانو د تبادلې د پروسې د بشپړېدو غوښتنه کړې او دا کار یې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په لاره کې یو مهم ګام بللی.

د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» هم د ټولو طالب بندیانو د خلاصون پلوی  دی او حکومت یې ژمن ګڼلی چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل په خاطر به د بندیانو د تبادلې پروسه بشپړوي.

یاده دې وي، چې له ستونزو او ګواښونو سره، سره د طالبانو او دولتي بندیانو د تبادلې لړۍ روانه ده. همدا نن ورځ په هرات، کندهار، پکتیکا او کابل ولایتونو کې د حکومت له زندانونو ۱۱۲ تنه طالب بندیان خلاص شوي او د طالبانو له لوري بیا په کندهار ولایت کې لس تنه عسکر او پولیس له نویو جامو او د لارې له خرڅ سره کورونو ته لېږل شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

It looks like the Kabul Admin is working to put a black mark on Taliban and Taliban prisoners. The Kabul Admin is claiming that about 600 of them are talib criminals and they are asking the Taliban to provide a new list of 600 prisoners. If the Taliban really accept the Kabul Admin request, then it would be a very successful ground for the Kabul to attack on Taliban through media and tell the nation and the world that look the Taliban were really criminals and were asking for the release of criminals. The Kabul Admin was also so sweet… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close