نظــر

آیاصوفیا په مسجد ولې بدله شوه؟

سید عبدالرزاق

آیا صوفیا د ترکیې ایالت په استنبول ښار(مخکینۍ قسطنطنیه) کي واقع یو ستره عبادت خانه ده، د اسلام نه څو پیړۍ مخکې د عیسائیت د یو لوی معبد په توګه په وجود کي راغله، قسطنطنیه خپله هم د عیسائیت د یو ستر مرکز په څېر لورېده او خورا نوم یې درلود، د بازنطین سلطنت مرکز هم دغه ښار ګڼل کېده؛ ځکه د کسری او قیصر د جنګونو پر مهال څو ځله ددې وجود ته مهمې خطرې پیښې سوې، چي له امله یې د قسطنطنیې ښار په مځغنو دیوالونو وپوښل سو او د حفاظت لپاره یې ځیني داسي ګامونه اوچت شوه چي په ښکاره یې د شنډ کیدو امکان کم بریښېده، خو بیا هم دغه ښار د عثماني سلطنت تر وخته ۲۱ ځله محاصره شو او د نېولو کوشش یې وسو،ولي نیونکي ونه توانېدل چي خپله قبضه پرې راولي.

عثماني سلطنت لکه څنګه چي د اروپايي هیوادونو ناخوښه او په څو ځلي یې د دوی د ایستلو لپاره ټول د صلیب پیروان متحد شول او د دوی د ویستلو منډي ترنډي يې وکړې؛ ځکه نو د عثماني سلطنت هم دا هڅي وې چي ګنې د صلیب دا ستر مرکز تر خپله ولکه لاندي راولي، په دې موخه څو ځلي هڅي وشوې او هر نامتو سلطان کوشش وکړل خو د یاد ښار د مضبوط دفاعي نظام له وجي بریالي نه شول.

بالاخر په ۸۵۶ قمري کال کي سلطان محمد فاتح په پوره عزم او استقامت سره بډي راووهلې او د ټول دفاعي نظام سره سره یې د ایماني طاقت او اسلامي جذبې په مټ دا ښار تر خپله ولکه لاندي راووست، د فتحي وروسته سلطان خپله همدې ښار ته ورننووت او د صلیب تر ټولو غټ مرکز او د صلیبیانو تر ټولو ستره عبادت ګاه کې یې د جمعې لمونځ اداء کړ او ددې سره سم یې حکم سلطاني جاري کړ چي له ننه وروسته به آیاصوفیا د مسلمانانو لپاره یو ځانګړی مسجد وي او د کنیسې حیثیت به یې ختمیږي، د فرمان سره سم آیاصوفیا د هماغې ورځي نه په مسجد بدله شوه او تر ۱۹۳۵ لمریز کال پورې دمسلمانانو مسجد او د عبادت مرکز وګرځېده.

په ۱۹۳۵ لمریز کال کي د ترک دکتاتور او د سیکولر نظریاتو خاوند مصطفی کمال اتاترک د خپلو نظریاتو د تکمیل په موخه د عبادت دا ستر مرکز د نادراتو په یو کور بدل کړ او د یو نندارتون حیث یې ورکړ، چي له مخي به یې د ټولي دنیا سیاحت کونکي ورته راتلل او ننداره به یې کول، عام سیاحین خو به د یو نادره ځای په نیت راتلل او خپله اراده به یې سرته رسول،خو د صلیب پیروانو به د یو دیني جذبې په نیت ددې نندارتون سفرونه کول او د خپلی عقیدې په اساس به یې دلته څه ناڅه عبادت هم کاوه.

د مصطفی کمال دا کار د شریعت له رویه څه جواز درلود؟
د یو مذهب په داخلي چارو کی دا څومره مداخلت و؟
د بشر د حقوقو له مخي دا د انسانیت سره کومه جفا وه؟
د مذهبي آزادۍ له مخي دا څومره تقید و؟

ددې پوښتنو ځواب نه چا ورکړی او نه یې چا ضرورت محسوس کړی، ملګري ملتونه، د بشري حقوقو سازمانونه، څارګري ادارې، میډیا، د انسانیت د خواخوږۍ په اړه نعره وهونکي او نور ټول په دې اړه خاموش و،نه چاته مذهب یادیده او نه د مذهب آزادي،نه د انسانیت خیال چا وساته او نه د انساني حقوقو،نه بشرپالنه چاته ورپه زړه شوه او نه د بشر پالني لپاره چا آواز اوچت کړ، د مصطفی کمال دا یوه کارنامه نه وه، د ښځو حجاب، اسلامي لباس،اسلامي شعائر، اذان،عربي رسم الخط او نور ډير شیان ممنوع وګرځول،خو هیڅ یو چاته یو څه ورپه زړه نه شول او نه یې غږ اوچت کړ،د کمالي ظلمونو د داستان یوه څانګه هم دا آیا صوفیا وه چي د مسجد څخه یې په میوزیم بدل کړ،چي له مخي آیا صوفیا ۸۵ کاله څه د پاسه نندارتون ولورېد،۸۵ کاله وروسته د ترکیې د اناتولیې ایالت سترې محکمي د خپلي یو پریکړي له مخي ددې نندارتون هغه خپل پخوانۍ حیثیت ور بحال کړ او دی یې مسجد وباله.

د رواني جولائي میاشتي پر نهمه دا پریکړه وشوه،د ترکیې اوسني حکومت او ګڼ شمیر هیوادونو ددې پریکړي هرکلی وکړ او د خوښۍ غبرګون یې ورته وښود، خو له بلي خوا د روسیې او امریکې په شمول ځيني غربي هیوادونو او د هغوی متبعینو دې پریکړي ته خواشیني وښوده، د دوی د خواشینۍ په تایید ځیني شنونکو دا د خپلو خبرو موضوع وګرځول او اوس دوی ته د مذهب او انسانیت حقوق یاد شول، لومړی یې د یاد ایالت محکمه ملامته کړه چي ګني ناحقه فیصله یې کړېده، خو کله چي دوی ته ورواضحه شوه چي دې پریکړي دنندارتون حیثیت ته څه تاوان نه ده پیش کړی بلکه ددې خپل پخوانی حیثیت یې ور سم کړی نو دوی بیا دسلطان محمد فاتح پریکړه وغندل او له نوې سره یې دبحث موضوع وګرځول.

ددې خلکو دخواشینۍ یو لویه وجه دوی دا ښکاره کوي چي داد مذهب دآزادۍ خلاف کار دئ او مسلمانانو ته دا ور په زړه کوي چي د سلطان محمد فاتح دا کار داسلامي اصولو هم خلاف کار دئ؛ځکه چي حضرت عمر چي کله بیت المقدس فتحه کړ نو هیڅ یو معبد ته یې بدلون نه دی ورکړی او په ډاګه یې ویلي چي موږ ستاسو په چارو کي مداخلت نه کوو،نو دشریعت اصول خو همداو ،بیا سلطان محمد فاتح له کوم بنسټ نه آیا صوفیا په مسجد بدله کړه؟

دوی داتور پوري کوي چي سلطان دمذهب آزادي تر پښو لاندي کړې او همیش یې داسي ظالمانه کارونه ترسره کړي.

ددوی دا ټولي خبري په حقیقت کي د صلیب د پیروانو ترجماني او د حقیقت خلاف دي؛لومړی باید دې ته توجه وسي چي د سلطان مقایسه دحضرت عمر او قسطنطنیې فتح دبیت المقدس دفتحي سره ولي باید موازنه شي؟له همدې ځایه غلط فهمي پیداکیږي، حضرت عمر بیت المقدس په صلح فتح کړی او دتړون پر بنیاد یې لاس ته راوړی؛ ځکه یې ددوی معبد ته څه تغییر نه ده ورکړی او دشریعت اصول همدا دئ چي پر داسي موقع باید همداسي وسي،لیکن سلطان خو قسطنطنیه دمټي او زور په اساس لاس ته راوړې ده، وینه یې پرې توی کړې ده، سرونه یې قربان کړي دي، له دې وجي ده ته داپوره اختیار و چي کوم ځای کي څنګه تغییر یې غوښتلای کولای یې سو،او سلطان په همدې اساس دې ځای ته تغییر ورکړ.

دوهمه خبره داچي آیا صوفیا په هماغه وخت کي صرف یو معبد نه بلکه دعیسائیت یو ستر مرکز او دصلیب دروحیې دپیاوړتیا ځای و،دسیاسي جهته دې ځای دبدلون غوښتنه کول او همدغه سیاسي کامیابي کېدای شوه، دسلطان دا کار پر همدې اساس و،ددې خبري یو مضبوط دلیل دادئ چي سلطان دفتحي نه صرف یوه ورځ بعد دصلیب پیروانو ته اعلان وکړ چي دوی دي دخپل معمول مطابق خپل ژوند روان کړي، ددوی په کار او عبادت کي به هیڅ رد وبدل نه کیږي،بلکه تاریخ لیکي چي سلطان پخپله ددوی او ددوی دعبادت کفالت وکړ او ددوی دکلیساوو سرپرستي یې اعلان کړه،هسي که سلطان دا سیاسي مقصد نه درلودای بیاخو پکار داوه چي دقسطنطنیې ټول معابد یې په مساجدو بدل کړي وای، ولي ده داسي ونه کړل،حتی تاریخ خو لا داهم لیکی چي دکنیساوو تعداد په یاد ښار کي ۱۷ یا ۱۸ و چي له جملې یې”کنیسة الرسل”هم وه،کومه چي دعظمت له رویه دآیا صوفیا هم پله وه او سلطان دشرعي نګاه اختیار هم درلود خو بیایې هم بدلون ورنه کړ.

دریمه خبره داچي دسلطان دغه یاد عمل مکافات عمل و،بالکل په همدې دوران کي دصلیب پیروانو په هسپانیه کي ټول مساجد په خپلو معبدونو بدل کړه،داسلامي تاریخ ویاړ او د مسلماناو دزړه ټوټه مسجد قرطبه یې هم پرې نه ښوده نو که سلطان یو معبد تحویل کړ،دااوس هم ددوی دناروا کړنو په نسبت ډیر وړوکی عمل و.

د سلطان داګام خو په کلکه غندل کیږي او دهر لوري ورته ګزارونه چمتو کیږي،دلته خلکو ته دمذهب آزادي، دانسانیت خواخوږي ور په زړه کیږي، مګر د سوو کلنو نه چي دمسلمانانو دزړه ټوټه مسجد قرطبه د آسانو داصطبل په توګه کاریږي، دې ته ولي څوک غبرګون نه ښیي؟ او ولي دمذهب او انسانیت حقوق نه پرځای کيږي؟
دیادي پریکړي له وجي چي کوم خلک خپله خواشیني څرګندوي هغوی دانکته ولي نه ارزوي چي داپریکړه یو ستري محکمې کړېده، لکه څنګه چي دبابري مسجد دتحویلۍ پرېکړه دیوې محکمې په اساس حئز وبلل سوه دلته بیا کوم مشکل پېښ سو؟

آیا صوفیا په مسجد ولي بدله شوه داعنوان او دې ته ورته خبري که څه هم په ښکاره دحسن ځانګړتیاوې لري او خواخوږي راټولوي، ولي حقیقت بیا تر پښو لاندي کوي، ددې معبد تبدیلي هغه هر څه اسباب لري کوم چي دصلیب پیروان دخپلو کړنو لپاره دجواز په توګه کاروي، البته فرق یې دادئ چي دآیا صوفیا لپاره چي کوم څه وړاندي شول هغه دحقائقو او دعقل موافقت انعکاسوي او کوم چي دوی ورڅخه کار اخلي، هغه دعقل نه بلکه دطاقت او قوت انګازي وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

سید عبدالرازق صاحب جزاکم الله خیر کور دې ودان پدې ښکلی لیکنی ما ویل که د اسلامی تاریخ او وطني تاریخ ځینې مضامین تاریخی واقیعات کله ناکله ولیکی خلک به تری ډیره ګټه واخلي ###### یا دې ته ورته مضامین ډیر ګټور دی مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close