نړۍ

پاپ فرانسیس: د آیا صوفیا مسجد پرېکړه مې سخت ځوروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د مسجد په توګه د آیا صوفیا جومات له رسمي پرېکړې وروسته په خپل لومړني غبرګون کې د کاتولیک عیسایانو مشر پاپ فرانسیس ویلي، چې دغې پرېکړې مایوسه کړی دی.

د ترکیې د سترې محکمې د حکم او ولسمشر رجب طیب اردوګان له توشیح وروسته له تیرې جمعې ورځې (۱۰ جولای) راهیسې د آیا صوفیا تاریخي جومات ته(چې د کمال اتا تورک د واکمنۍ پرمهال موزیم ته اووښتی ؤ) خپل دیني منزلت وروګرځول شو، چې له امله یې د روسیې او امریکا په ګډون یو شمېر لویدیځ هېوادونه او عیسوي تنظیمونه خواشیني شول او د ترکیې دغه پرېکړه یې وغندله.

روسیا الیوم خبري ویب سایټ د کاتولیک عیسویانو او واتیکان د مشر پاپ فرانسیس له قوله ویلي، چې نوموړی له دې امله سخت ځوریږي.

په خپله اونیزه وینا کې پاپ فرانسیس پرون د یکشنبې په ورځ (۲۲ چنګاښ) واتیکان کې عیسوي عبادت کوونکو ته داسې ویلي: «زما فکر په استانبول کې دی او د آیا صوفیا په هکله فکرونه مې سخت ځوروي.»

د آیا صوفیا تاریخي جومات چې د ترکیې په استانبول ښار کې موقعیت لري او پخوا د عیسایانو کلیسا وه، له نن څخه کابو ۷۰۰ کلونه وړاندې د عثماني خلیفه سلطان محمد الفاتح لخوا تر فتح کېدو وروسته د کلیسا ځمکه په خپل شخصي مال وپیرله او د جومات لپاره یې وقف کړه؛ خو د عثماني خلافت له ړنګېدو وروسته د ترکیې د علماني پاچا کمال اتاتورک لخوا دغه تاریخي جومات په موزیم بدل شو، چې دادی له لسیزو وروسته د ترکیې د سترې محکمې یاد تاریخي جومات بیرته خپل اصلي حالت ته وګرځوه او تردې وروسته به پنځه وخته لمونځونه په کې اداء کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همت خان

پاپ فرانسیس: د آیا صوفیا مسجد پرېکړه مې سخت ځوروي

ملیون کره ته دې زړه وچوه!!!

جمیل

داچی مکمل هیوادونه لکه افغانستان ، عراق ، سوریه ، یمن ، لیبیا ، مالی او سومالی بمبار او لوټی لوټی سول او د برما مسلمانان ژوندی سوځل کیدل دا د لوطیانو او د وړو د جنسی تیری کوونکی مشر(پاپ) و نه زوریدی خو په موزیم زوریږی . که دا د منسوخ دین مشر یو څه عقل او فکر درلودلای او په رشتیا یو مذهبی مشر وای نو د خپګان پر ځای باید خوشحاله سوی وای چی موزیم د عبادت په ځای بدل سو او د دوی او زمونږ د رب عبادت به پکښی کیږی . د ده زوریدل د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx