افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: «کابل اداره» د مذاکراتو په لار کې خنډونه اچوي، خو له طالبانو د جګړې درولو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل):  وروسته له هغه چې د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» ویاند «صدیق صدیقي» طالبان د جګړې او «تاوتریخوالي» په زیاتولو تورن کړل او ادعا یې وکړه، چې د طالبانو له لوري د جګړې زیاتوالي د سولې لپاره راټوکېدلې هڅې مړاوې کړي؛ طالبانو یې په وړاندې توند غبرګون ښودلی او حکومت یې تورن کړی، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په لار کې خنډونه اچوي او غیرمنطقي غوښتنې لري.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې خپاره شوي مطلب کې راغلي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي توافق له مخې باید پنځه زره طالب بندیان خلاص شوي وای او ورپسې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای؛ خو «کابل اداره» په دې لاره کې خنډونه اچوي «خو له بده مرغه کابل اداره چې د جګړې په دوام کې ګټې او د واک پايښت ويني؛ تر اوسه پورې د بنديانو د خلاصون پروسې تکميل کې خنډونه اچوي او نه غواړي چې بين الافغاني مذاکرات پيل شي او افغانستان له روان بحران څخه ووځي، دوی تر مذاکراتو وړاندې له اسلامي امارت څخه غواړي چې جګړه ودروي او اوربند وکړي، چې دا يوه غيرمنطقي غوښتنه ده.»

د طالبانو د خپاره شوي مطلب په بنسټ، ددوی دريځ واضح دی، چې لومړی باید د بندیانو د تبادلې پروسه تکمیل او ورپسې بین الافغاني مذاکرات پیل شي او تر دې وړاندې د جګړې درولو غوښتنه له «اسلامي امارت» څخه د وسلې اخستلو په معنی ده.

د مطلب په اساس « دوحې له تړون سره سم د بين الافغاني مذاکراتو تر پيلېدو وړاندې د جګړې درولو غوښتنه په دې معنا ده چې کابل اداره اسلامي امارت څخه وسله او ځواک اخيستل غواړي، چې دا يوه ډېره غيرمنطقي غوښتنه ده او اسلامي امارت به هيڅکله دا ډول غوښتنې ونه مني؛ ځکه چې ددې غوښتنې معنا داده چې له يوې اوږدې جګړې وروسته يو لوری خپلو اهدافو ته تر رسېدو وړاندې يوازې د بل لوري په غوښتنه جګړه ودروي، چې دا د تسليميدو مفهوم لري او د اسلامي امارت په قاموس کې د تسليمۍ توری شتون نه لري.»

د طالبانو له لوري د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو ټینګار داسې مهال دی، چې حکومت یو ځل بیا د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې تازه ملاحظات راپورته کړي او د نږدې شپږ سوه بندیانو له خلاصون یې انکار کړی.

طالبان وايي، دوی د خپلو پنځه زره بندیانو له خلاصون وروسته تیار دي د یوې اوونۍ دننه بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روشنفکر

طالب یو جنایتکاره دله ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close