افغانستان

واشنګټن کې د کابل سفارت د دیوال  په جوړولو کې د فساد  په اړه خپور شوی راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل):  په واشګنټن کې د کابل حکومت سفارت د پژواک خبري اژانس له لوري خپور شوی هغه راپور رد کړ، چې ښودله یې د یاد سفارت په یوه دېوال کې پراخ فساد شوی او د اصلي بيې په پرتله نږدې په ۲۱ برابره لوړه بیه رغول شوی.

د پژواک له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي و، چې د سفارت یو تخریب شوی دیوال د «Jg» په نوم یو امریکایي شرکت له په ۸۸ زره امریکایي ډالر رغول کېده، خو سفارت ورسره قرارداد نه دی کړی او د دیوال د رغولو چارې یې یو بل شرکت ته د یو میلیون،۸۲۵ زره او ۸۳۹ امریکایي ډالرو په بدل کې سپارلې.

دغه دیوال چې ویل کېږي، اویا متره اوږدوالی لري د شوي قرارداد له مخې یې هر متر په ۲۶۰۸۳ ډالر رغول شوی، چې د دوه میلیونه شاوخوا افغانیو معادل کېږي.

په واشنګټن کې د کابل د سفارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي«د پژواک راپور د مسلکي خبريالۍ د ټولو اساساتو، موازينو او دې رسنۍ ته د رسیدلو سندونو برعکس ليکل شوي ده، ترلاسه شوي سندونه او د افغانستان سفارت ليکلې ځوابونه له سره په پام کې نه دي نيولي او ان په ځينو مواردو کې يې تحريف کړي دي.»

سفارت ددې تر څنګ پژواک خبري اژانس تورن کړی، چې ددوی د مطبوعاتې څانګې ځوابونه یې کتلي نه دي او یا یې هم تحریف کړي.

یاده دې وي، چې امریکا کې د سفارت دننه د فساد راپور داسې مهال رسنیز کېږي چې کابل کې د امریکا سفارت پر حکومت د فساد اړوند خپرو شویو راپورونو د څېړلو غږ کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا د اشغالګرو کفارو غلامان داسی په فساد کی غرق سویدی چی د خپل مور او پلار ، ښځی او اولادو سره به هم بیله فساده معامله ونکړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close