افغانستان

سمنګان: د ملي امنیت پر ریاست د طالب سرتېرو ډله ییز برید روان دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل):د سمنګان ولایت په مرکز «ایبک» ښار کې د کابل حکومت پر ملي امنیت ریاست باندې تر موټر بم برید وروسته د طالب جنګالیو ډله ییز برید روان دی.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» د برید مسئولیت منلی او په اړه يې پر ټویټر لیکلي « نن شاوخوا ۱۱ بجې د سمنګانو ولایت په مرکز کې د کابل ادارې په استخاراتي ځاله چې په شمال ولایتونو کې د وروستیو جنایتونو مسئوله ده فدايي برید وشو.»

د مجاهد په خبره، جګړه په شدت سره روانه ده او په دغه ریاست کې تر اوسه پورې تر۷۰ پورې استخباراتي کارمندان وژل شوي او ټپيان دي.

په ورته وخت کې د سمنګان ولایت ځايي امنیتي چارواکي هم پېښه او پر ریاست د ډله ییز برید راپورونه مني.

د سمنګان د والي ویاند « صدیق عزیزي» رسنیو ته  ویلي، تر اوسه د پېښې له ځایه روغتونونو ته ۴۰ ټپیان وړل شوي.

په ورته وخت کې د سمنګان روغتیايي چارواکو بیا په برید کې د ۴۳ تنو د ټپي کېدو خبره کوي.

یاده دې وي، نننی برید د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې له تړون وروسته ښایي په سترو ښارونو کې پر امنیتي اهدافو د طالبانو لومړی برید وي.

یاد برید داسې مهال دی، چې په دې وروستیو کې د دولتي ځواکونو په توغندیزو بریدونو او عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچې ګراف په بې ساري ډول لوړ شوی.

په ورته وخت کې حکومت د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې هم تازه ملاحظات راپورته کړي، چې طالبان یې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو هڅه نوموي.

Image

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا د کفارو روزل سوی بیهمته غلامان په سمه نه پوهیږی همداسی باید ووهل سی څو عقل یی سرته ورسی .
الله تعالی دی د استشهادی مجاهدینو شهادت قبول کړی او په جنت الفردوس یی ونازوی ، د ټولو مجاهدینو او د مظلومو افغانانو زړونه یی وریخ کړل .

طوطی

دا بیا څومره د شرم خبر دی د چا په فتوی سره دا جګړه مخی ته ځی؟ آیا کوم شرعی جواز لری؟ کافرو سره سوله خپلو خلکو سره جګړه. #####

مجاهد

نهه نوی سلنه میدیا د اشغلګرو په واک او ځواک کی ده یعنی دیری رسنی د اشغلګرو دی غلامان یی پکی په دندو ګمارلی او ځنی رسنی که په شکاره د کوم افغان په نوم غلام پوری اړه لری مګر هغه وایی چه ورته ویل شوی وی . ډیری کمی رسنی خپلواکی دی لکه د نن ټکی اسیا همدغه پاڼه . مګر دوی ته هم د ځدران په نامه یو د کرونا وایروس رالیږل شوی کله په یوه او کله په بل نامه د حقایقو د بدرنګول او بی خونده کولو د پاره شیطانی فتوی ورکوی چه دا شرعی نه… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه ، مجاهد عرف بیانزی ته، په لندن کی په ارامه ناسته،پخه توده د سوسیال ډوډی در رسیږی.مفت انترنیت او سیکنډ هیند لاپ ټاپ ته کینی په چا د غلام،په چا د کفراو په چا د جاسوسی ټاپی لګوی. په همدا تبصرو په واسطه الله ج څخه جنت غواړی. ڼن ټکی اسیا ته هر قسم خلک راځی خپل نظر لیکی ، په لندن کی تا نه درد لیدلی او نه غم،وخوری او څښی…… سور اور په مسلمانانو افغانانو باندی بل دی،د اور مړکولو ته خو نه رادانګی بلکه په اور باندی نور هم تیل شیندی. تاته ضرور دا ده… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx