ټولنیزه برخه

څلوېښتم ۴۰ کال

ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني

محترم لوستونکیه!
ددغه کال په أړه یو څه ويښوونکي عبارتونه درسره شریکووم أمید دی چې په ژوند کې یو لوی بدلون احساس کړې
که چیرته ته څلوېښت کلن یې یا څلوېښت کلنۍ ته نږدې شوی یې او یا له دې مودې یوڅه لګ مخکې شوی یې.

دا یواځنی هغه عمر دی چې الله تبارک وتعالی په قرآن کریم کې په یوه خاص دعاء سره خاص کړی دی

(حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي ۖ إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِين)َ سورة الأحقاف أیة(15)
(ژباړه)
تر هغه پورې چې كله دى خپل قوت ته ورسېده او څلوېښتو كالو ته ورسېده، ده وویل: اى زما ربه! ته ما ته (الهام او) توفیق راكړه چې زه ستا د هغه نعمت شكر ادا كړم چې تا په ما او زما په مور و پلار انعام كړى دى او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې او ته زما په اولاد كې صلاحیت (او نېكي) كېږده، بېشكه ما تا ته توبه كړې ده او بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم:

دا هغه جالبه او مؤثره دعاء ده چې په تېر شوي عمر د شکر آداء کولو تضمین ورکوي او د راتلونکي لپاره د خیر او برکت راوړونکي ده.
په څلوېښت کلنۍ کې مونږ هر یو ته دا فکر او احساس کیږي چې ګواکې مونږ د یو لوړ غره پر څوکه ولاړ یو، کله چې اول وار یو طرف ته لاندې نظر کوو نو خپل ماشومتوب او ځواني وینو او دهغو خوند مو لا همغسې په خوله کې وي ، او کله چې دا بل طرف ته دوهم نظر وکړو
نو د ژوند دوهم پړاو او مرحلې په نظر راځي داسې فکر کوو چې آیا دې طرف ته څومره ور نژدې یو.

څلوېښت کلني هغه عمر دی چې په دې وخت کې انسان د ژوند په ټولو کارونو قادر وي ،او ددغه وخت په ټولو پړاوونو ښه پوهیږي او ژوند کوي ،او هم ددې پړاونو په احساساتو او أفکارو خبري کوي.

په څلوېښت کلنۍ کې اول وار مونږ له سپینو ويښتانو سره مخ کیږو چې له سر او ګیرې مو پیل کیږي، دا هغه تسادف دی چې پخوا مو نوي لېدلی ، همدارنګه مو د سترګو نظر کمیدل شروع کړي چې بالأخره مو د چشمو استعمال د ژوند یوه برخه وګرځي ترڅو د لیک لوست او نورو کارونو کې ترې کار واخلو.

په څلوېښت کلنۍ کې مونږ د اول ځل لپاره د یو چا څخه په عامه ځایونو کې دا غږ آورو چې ( مهرباني وکړه کاکا)… ( مهرباني وکړه خاله) ددې نوي غږ په آوریدو زمونږ په مخونو حیرانتیا خوره شي.

په څلوېښت کلنۍ کې چې کله مونږ ته شپېته کلن ګوري نو وایي چې ماشاءالله لا تر اوسه ځوانان یاست نو لا مو حیرانتیا زیاتیږي.

څلوېښت کلني د نیمایي عمر شروع ده، په دغه وخت کې یو ډېر دروند او هم تریخ سوال را پیداء کیږي، هغه داچې پخپل عمل کې دې څومره کامیابي تر لاسه کړه؟ او خپلې کورنۍ ته دې څه لاس ته راوړنې راوړې؟ پخپل ټول ژوند کې دې کومې کومې کامیابۍ حاصلې کړې؟ ستا دخپل رب سره علاقه څومره پیاوړي ده؟ آیا خپل رب ته دې رجوع کړي ده حال داچې څلوېښت کلنۍ ته هم رسیدلی یې أخر بیا څه وخت به رجوع کوې؟
دا هغه سوال دی چې زړونه لړځوي او فکرونه حیرانوي ، اساسي خبره داده چې داشپې او ورځې دومره په چټکۍ سره تېریږي چې کله مو هم داسې فکر نه کاوه چې دومره زر دې داوخت تېر شي.
آیا نه ګورې له ماشومتوب څخه تردې وخته وهغه چا ته چې تر تا لاپخوا څلوېښت کلن وو چې هغوی د دنیا له ژوند څخه ماړه شول؟

اما نن ورځ مونږ وینو چې ډېرۍ هغه موخې مو ترسره نه شوې چې د ځانونو لپاره مو هدف ګرځولي وې.

کالونه آوړي تېریږي خو مونږ ته دا فرصت په لاس نه راکوي هغه څه تر سره کړو چې زړه مو غواړي.

په څلوېښت کلنۍ کې د ارځښتناکو شیانو په أصل قیمت پوهیږو هغه چې پر مونږ یې احاطه کړیده.
مثلا که پلار او مور مو چیر ته دواړه ژوندي وي یا یو له هغوی په حیات کې وو ، نو پوهیږو چې دا خزانې دي ، پر مونږ واجب دي چې ددوی حق أدا کړو او ددوی په وجه براءت حاصل کړو.
همدارنګه خپلو اولادونو ته ګورو چې پر قد اوقامت کې زمونږ مقابله کوي او زمونږ سره د مجلسونو انتظار کوي.
همدارنګه خپلو وروڼو او ملګرو ته چې ګورو د خوشحالئ احساس کوو چې زمونږ پر شا اوخوا را چاپېر دي.

همدارنګه که خپل تقصیرات او ګناهونه تر نظر لاندې کړو حتما دې نتیجې ته رسیږو چې ناوړه اعمال او ګناهونه له هغه چا سره نه ښایي چې د څلوېښت کلنۍ عمر ته رسیدلی وي، دا هغه متوازن عمر دی چې له حکمت عقل او پوهې څخه ډک دی.

څلوېښت کلني هغه وخت دی چې د انسان په بدن کې د بعضې اساسي قوتونو تنازل شروع کیږي ، ددې سره بیا د تنازلاتو د نتائجو لوحې ته وخت په وخت متوجه کیږو چې لومړی یې د مخ ښکلا او مشابهتونه نور او نور څارو ، او په دې هم پوهیږو چې د تنازلاتو د نتائجو دا لړۍ به جاري وي ، مګر دومره خبره ده چې د څلوېښت کلنۍ څخه وروسته تغیرات دومره اسان ندي څومره چې ددې څخه وړاندې وو.

تحیاتي لکل من تجاوز الاربعین او دنا من الاربعین
اخوکم فی الله المولوي محمدرضاء رحماني

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close