افغانستان

طالبانو په کندهار کې ۲۵ دولتي عسکر آزاد کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بندیانو د تبادلې په لړ کې طالبانو داځل ۲۵ تنه دولتي عسکر په کندهار ولایت کې له خپلو بند خونو څخه آزاد کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر سهیل شاهین نن د دوشنبې په ورځ(۲۳ چنګاښ) په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې نن یې یوځل بیا په کندهار ولایت کې یې ۲۵ تنه دولتي عسکر او پولیس له خپلو بند خونو څخه آزاد او له مرستې وروسته خپلو کورنیو ته استولي دي:

دطالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې ټاکل شوې،چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل دمخه ۵۰۰۰ طالب او ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان آزاد شي، چې په دې لړ کې تراوسه شاوخوا ۴۰۰۰ طالب بندیان او له ۷۰۰ څخه زیات حکومتي بندیان د طالبانو لخوا خوشې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x