افغانستان

طالبان: د سمنګان پر ملي امنیت ریاست برید کې ۱۱۹ استخباراتي کارمندانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د سمنګان ولایت په مرکز «ایبک ښار» کې  د کابل حکومت د ملي امنیت پر ریاست باندې د طالب سرتېرو موټربم او ډله ییز برید تر سلو زیاتو استخباراتي کارمندانو ته مرګ ژوبله اړولې او د ریاست زیاته برخه یې ویجاړه کړې.

د طالبانو له لوري د برید اړوند خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یاد برید نن غرمه یوولس بجې د یوه طالب سرتېري له لوري د موټربم برید په ترسره کولو او د ریاست ودانۍ ته د دوو نورو بریدګرو په ننوتلو سره پیل او څلور ساعته یې دوام وکړ، چې په پایله کې  یې ۴۷ عسکر وژل شوي،  ۷۲ نور «مرګوني» ټپیان دي، د ودانۍ زیاته برخه تخریب شوې او ګڼ وسایل او وسایط له منځه تللي.

د طالبانو په اعلامیه کې وړاندې راغلي « له دغه استخباراتي مرکز څخه د شمال زون د ډيرو ولایتونو لپاره د عملیاتي مرکز په توګه استفاده کیده چې په کې ګڼ شمیر ملکي خلک وژل کیدل، نیول کیدل او همدا ډول د مجاهدینو په ضد هم عملياتي پلانونه په کې طرحه کیدل.»

طالبانو یو وار بیا د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو غوښتنه کړې، حکومت یې تورن کړی، چې له مذاکراتو «تېښته» کوي او «د استخباراتو لاسونه یې د ملت په وینو سره دي.»

Image

بل لور ته د رسنیو له لوري په خپرو شویو ویډيويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې د ریاست د ودانۍ زیاته برخه له منځه تللې او ریاست د خاورو په کنډواله بدل شوی.

د سمنګان امنیتي چارواکي هم د پراخې مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

 د یاد ولایت والي «عبداللطیف ابراهیمي» اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې په برید کې د یوې مېرمنې په ګډون ۱۰ تنه عسکر وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.

دغه برید داسې مهال ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې حکومت د طالب بندیانو د خلاصون په برخه کې نوي ملاحظات راپورته کړي او تر څنګ یې د حکومتي ځواکونو په توغندیزو بریدونو او تهاجمي عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې کچه په بې ساري ډول لوړه شوې.

طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان د شخړې حل د دوحې  د توافقنامې په عملي کېدو کې نغښتی؛ نو ځکه باید حکومت پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي او د بین الافغاني مذاکراتو په لاره کې له خنډونو جوړولو لاس واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
ویاندوی صاحب ته.
په کوم ایت شریف،په کوم حدیث،په کوم دین،په کوم مذهب دا قتل روا وه،
ایا د قتل شوی خلک ټول کافران وه؟
مطلق کفارو امنیت تاسو طالیبانو نیولی.او افغان مسلمانانو باندی مو سور اور باران روان کړی،
د هر قتل به الله ج له تاسو سره حساب کوی،
رښتیا چه په قتل داسی معتاد یاست لکه پوډریان چه په پوډرو معتاد دی،د څو پیسو په خاطر پردیو ته خپل افغان مسلمان قتل کوی،
د الله ج څخه وډار شی صحی علماوو ته کینی او پوښتنه ور څخه وکړی دا قتل ناروا دی،

Pattang

پوښتین صیب خوشې لګیایې د پوډریانوپه دود خبرې کوي . دځان او اولس ساتنه فرض ده ، د طالبانو حمله داولس ساتنه او له غلا مي څخه ازادي ده ، ته که دومره غمخوار او نیک انسان یې نو ولي د سنګین د وکړو له قطل عامه څخه سترګي پټوې چې د مذدوري اردو په هاوان او تو پونو قطل شول ! تف لانت په داسې منطق او او عدالت چې ته او غره وال یې لرۍ دواړه پخواني عقده یې خلقیان یاست !

مجاهد

پشتین څدران صاحب د سمنګان په ملی وحشت ( چه پشتین یی ملی امنیت بولی ) باندی د مجاهدینو برید نه شی زغملای د سټو کڼدو نه امستر دام ته ځی او د ناتو غړو ته ننواتی کوی کمیشن می بند نه کړی زه به یی خامخا غندم ، مګر کله چه د سنګین په مظلومو خلګو د پشتین غنی بابا د بادارانو په دستور د هوانو بمباری کوی پشتین صاحب د سټو په کندو کی پټ ناست او خوړل شوی هضموی

غمی،پښتین

جوړ په خیر، مجاهد،عرف بیانزی لندن اوسیدونکی ته، که چیری ته دا جهاد بولی نو ته ولی په لندن کی ناست یی ؟ ولی دا جهاد ته نه راځی؟ که چیری د غریبانو زامن استشهادی مجاهدین بولی.نو تا ولی خپل بچیان لندن ته وتیښتول اوس په لندن کی ټول په شفاخانو کمپوډران دی، ولی ته خپل ماشومانو ته واسکټونه نه وراغوندی؟ولی ته او د ستا زامن جنت نه غواړی؟ دا ته څنګه مسلمان یی چه زما ماشومانو ته استشهاد غواړی او خپلو زامن ته د لندن شفاخانو کی کمپوډری؟ د الله ج څخه وډار شه،ځان پوره مسلمان کړه،ځان ته چه… نور لوستل »

احمد

غنی پښتین صاحب همدا اردو چې روزانه په ډیسي توپونو کلی اوبې ګناه خلک ولې همدا امنیت د سمنګان کابل او نور ولایاتو امنیتي مسولین چی روزانه د خلکو کلی او کورونه تباه کوی ماشومان تورسری سپین ږیری خواهان شهیدانوی لکه دسنګین واقعه او هغې ته ورته د وطن ګوټ ګوټ کې ته یی هره ورخ د هغو جنایت په همدی صفحه ګوری ما خو دتا یوه ورځ غندل د حکومت ونه لیدل حکومت ته دې سترګې ړندې شی د مجاهدینو کار ته دې بیا ته غروال طوطی څنګه ژر راویښ شی ته په قرآن نه پوهیږی ته لاړ شه… نور لوستل »

طوطی

کورونو کی پنجابیانو ځای مه ورکوی چی حکومت مو بمبارد نکړی. د ادی ځامن مو په خپلو کورونو کی ساتی نو څنګه به نه بمبارد کیږی.

مجاهد

پشتین ځدران صاحبٌ! دا مو ځو ځلی درته لیکلی چه زمکه د الله مالکیت دی استعماری حلقو تری پولی تاوی کړی چه خلک د قانون په زور استثمار کړی. تاسی هالیند زه په لندن محمد بن سلمان په سعودی ( مکه او مدینه )، غنی او کرزی په کابل او داسی نور هر هر چیری اوسیږی ځینی په مکه ، مدینه کابل او پشاور کی په میلونو او بیلونو سوسیال خوری مګر ځینی په لندن، پاریس ، واشنګتن او مسکو کی مسلکی بوهه او تجربه لری حلال رزق ترلاسه کوی. خو هغوی چه سوسیال هم اخلی غلا نه کوی د… نور لوستل »

طوطی

مجاهدین همداسی وی چی خلک ولاړ پر لمانځه ضربه ګړی؟ تا د هغه مجاهد ## عمل ولید چی څ##، تا د افغانستان سړکونه او کلنیکونه لیدلی چی دغو مجاهدینو ور څخه څه جوړ کړی، همدا اوس تا د دغو مجاهدینو برید ولید چی په سمنګانو کی یی وکړ….د خلکو کورونه یی وران کړل، ###، اوس هم تاسی هیله د سولی لری او څنګه به دا خلک او ملت پر داسو ## مجاهدینو باور وکړی چی دوی مسلمانان دی یا که په ریښتیا مجاهدین؟ زه خو چی د دوی عمل او کړه ګورم له ## بدتره دی. بالخصوص پس لدی یی… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx