افغانستان

له څرخي پله زندانه ۳۷ طالب بندیان خلاص شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالبانو او دولتي بندیانو د تبادلې د لړۍ په دوام تازه له څرخي پله زندانه ۳۷ طالب بندیان خلاص شوي.

د طالبانو بندیانو چارو کمېسیون ته نږدې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې یاد بندیان د ورکړل شوي لست مطابق نن خلاص شوي.

د څرخي پله له زندانه د تازه ۳۷ بندیانو په خلاصون سره د خلاصو شویو طالب بندیانو شمېر څه کم څلور زره ته رسېږي.

دغه بندیان داسې مهال خلاصېږي، چې طالبانو هم نن په کندهار ولایت کې ۲۵ دولتي عسکر او پولیس له بنده خلاص کړي او د نویو جامو او د لارې د خرڅ له ورکړې وروسته یې کورونو ته لېږلي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې حکومت ژمن دی پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي، چې تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي.

طالبان وایي، دوی د خپلو پنځه زره بندیانو له خلاصون وروسته تیار دي له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني.

بل لور ته په هیوادکې دننه او بهر بېلابېلو جهتونو پر طالبانو او حکومت غږ کړی، چې د بندیانو د خلاصون پروسه په چټکۍ سره بشپړه او بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x