نړۍ

ډیره اسماعیل خان: دکلاچي دپولیسو مرکزدنامالومو وسلوالو ترسخت برید لاندي راغي

bomb_blast_in_pakistan(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۵) ډیره اسماعیل خان: نن ماپښین ددوو بجو په شااوخواکي پنځه نامالوم وسلوال چي په چاودیدونکو موادو باندی سمبال وو په ډیره اسماعیل خان کي دکلاچي په نامه سره دپولیسو مرکز ته ننتوتل

اوله پولیسو سره یی مخامخ جګړه پیل کړه، له سیمي څخه امنیتي چارواکي وایی کله چي دپولیسو داضافی ځواکونو غوښتنه وکړه او دپولیسو زغره وال موټر دپولیسو ووداني ته دننوتو په حالت کي وو، یوه سرښندونکي وسلوال مخامخ پرزغروال موټرباندي برید وکړ چي دبرید  له کبله موټراور واخیست او ورسره سمدستي یوپه بل پسي دوي نوري چاودني وشوي،

چي وروسته دپولیسو ټوله وداني لمبو په غیږ کي واخیسته، جګړي تقریبا پنځه ساعته دوام وکړ چی له کبله یی تراوسه پوري دلسو پولیسو دوژلو او ۱۲ نورو وژوبل کیدو خبرورکول شوی اوس عملیات پای ته رسیدلي دي او امنیتي چارواکو د ۵ وسلوالو دوژني خبرورکړی دي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x