د واحد فقیري سیاسي نوټونه

نیویارک ټایمز: څرنګه روسیې د طالبانو سره روابط ټینګ کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): نیویارک ټایمز د جولای پر ۱۳ لیکي کله چي په شمال کي د طالبانو قوت او حملې زیاتي سوې، جنرال نیکلسن هله میډیا ته وویل چي روسان له یاغیانو سره مرسته کوي. 

که څه هم جنرال نیکلسن د خپلي ادعا د ثبوت لپاره شواهد وړاندي نه کړل، خو هغه وویل چي د شمال د ولایتونو والیان هغه ته روسي وسلې ورښکاره کوي. 

نیویارک ټایمز لیکي پدې وروستیو کلونو کي روسان دې نتیجې ته رسېدلي دي چي امریکا کاملا د کابل رژیم کنټرولوي، او بده لا دا چي کله چي امریکا ووځي، د کابل حکومت به د ځان د بقا او ساتلو سره ستونزي ولري.

اخبار لیکي چي د طالبانو او روسانو روابط یوه لسیزه مخکي ټینګ سوي دي، خو پدې وروستیو کلونو کي زیات غوړېدلي دي. ځکه له یوې خوا روسان په افغانستان کي د زیاتېدونکې بې ثباتۍ له وجي اندېښمن دي، او له بلي خوا، د امریکايي عسکرو وتل سوکه سويدي. 

نیویارک ټایمز لیکي ځیني امریکايي مامورین وايي چي روسان غواړي په افغانستان کي له امریکا څخه د جهاد د کلونو غچ واخلي. د سي اې ې یو پخوانی افسر وايي،«موږ همدا کار ورسره کړ. کله چي روسان له افغانستانه وتل،‌ موږ هڅه کوله چي مځکه ورته لا سره کړو.« هغه زیاتوي«پوتین د تاریخ ښه شاګرد دی.»  

نیویارک ټایمز لیکي په اولو کلونو کي امریکا او روسې په افغانستان کي همکاري سره کول، او په «یوه خوله يې خبري کولې.» خو د جنګ د اوږېدو سره سم، روسان پدې پوه سول چي امریکا په افغانستان کي ناکامه ده، او په مجموع کي په سیمه کي د امریکا نظامي حضور د روسیې په زیان دی.

نیویارک ټایمز لیکي څه موده مخکي د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي  ضمیر کابلوف په عامه توګه پر امریکا باندي انتقادونه شروع کړ. هغه وویل چي امریکا په افغانستان کي د اسلامي افراطیانو په مهارولو کي ناکامه سوېده. 

نیویارک ټایمز لیکي چي روسان پر ځینو افغانانو باندي د تیلو د صادراتو له لاري پیسې وېشي.د مختلفو افغان ډلو سره تماسونه لري. او په مسکو کي يې بین الافغاني مذاکرات ترتیب کړل.  

نیویارک ټایمز لیکي افغان او امریکايي چارواکي وايي چي په کندوز کي د طالبانو قومندان ملا عبدالسلام څو کرته تاجکستان ته سفرونه کړيدي، او هلته يې د روسي چارواکو سره ملاقاتونه کړيدي. 

نیویارک ټایمز لیکي جنرال نیکلسن د امریکا کانګرس ته د پنجشنبې د ورځي په استعماعیه غونډه کي وویل که څه هم د طالبانو سره د روسانو تسلیحاتي کومکونه پراخ او زیات ندي، خو بیا هم څه تاثیر لري.

هغه زیاته کړه«د افغانستان په شمال کي، په تېره بیا په کندوز کي، د طالبانو سره د روسانو مرستو د افغان عسکرو تلفات ور زیات کړي ول، او د افغانانو لپاره يې زیات مشکلات خلق کړي ول.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا احمقان دا نه وایی چی دا پنجابیان او د پنحابیانو عسکر بیا د روسانو څخه د امریکا په پټه پیسی او وسلی څنګه اخلی !؟
تر پرونه یی ویل چی پاکستان بیا ایران ، په هغه دروغو یی څه ونسول اوس وایی روسیه ، صبا به وایی چین .
ای احمقو اشغالګرو ! دا یوازی د افغان موئمن غازی واری دی چی داسی ګنس او سربداله یاست .
د افغان مجاهد ولس توکل پر الله جل جلاله دی او هغه یوازی کافی دی ، دا د ایمان او د ټکنالوژی جنګ دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close