افغانستان

هلمند: د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې یو تنکي ځوان وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو د یو تنکي ځوان د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه نن د دوشنبې په ورځ سهار وختي د سنګین ولسوالۍ په خاشو کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو وژل شوی تنکی ځوان
د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو وژل شوی تنکی ځوان

د خاشو کلي خلک او طالبان وايي، دغه توپونه په هلمند کې د میوند قول اردو دوهمې لوا څخه د خلکو په کورونو ویشتل شوي، چې په ترڅ کې یې د یو تنکي ځوان د وژلو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اووښتي دي.

په روانه میاشت کې څلورم ځل دی، چې د میوند قول اردو دوهمې لوا څخه د سنګین ولسوالۍ کلي، بازارونه او جوماتونه په توپونو ویشتل کیږي او ولسي خلکو ته په کې ځاني او مالي زیانونه اوړي.

دوه اونۍ وړاندې هم د سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې د څارویو په دودیزې میلې د دولتي عسکرو توپچي بریدونو کې له لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې وه او ګڼ شمېر څاروي یې هم تلف شوي وو، چې د ګڼو انتقادونو سربیره هم دولت تراوسه ددې پېښې عاملین نه دي نیولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x