افغانستان

بلخ: داخلي برید کې ۷ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د داخلي برید له امله ۷ تنه دولتي عسکر وژل شوي او بریدګر عسکر له یو شمېر وسلو او مهاتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوی دی.

دا پېښه پرون د دوشنبې په ورځ غرمه د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ اړوند د شاهین قول اردو په یوه دفاعي پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، بریدګر عسکر ددوی نفوذي ملګری ؤ، چې له برید وروسته ۹ میله وسلو سره یوځای دوی ته ورغلی دی:

«پرون غرمه د بلخ ولایت په شاهین قول اردو کې یو تن نفوذي مجاهد ۷ تنه عسکر ووژل او خپله نفوذي مجاهد له ۹ میله وسلو او ډيرو مهماتو سره روغ او سالم تر مجاهدینو پورې راورسید.»

د شنونکو په باور نفوذي بریدونه د طالبانو هغه تکتیک دی، چې له امله یې وخت ناوخته دولتي عسکرو ته درانه تلفات اوړي او د هغوی ترمنځ یې د باور فضاء هم سخته زیانمنه کړې ده، چې د پرلپسې هڅو سربیره دولت ددغو بریدونو په مخنیوي ناکام پاته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x