روغتیا

د ژر چاغېدو لارې چارې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): ډنګرتوب او د وزن کموالی یوه عامه خپره شوې ستونزه ده چې پر ځان د باور کمولو سربېره د یو شمېر روغتیایي ستونزو لامل کیږي، لکه څرنګه د یوه چاغ کس لپاره د وزن کمول ستونزمن دي دغه راز ډنګر کس هم د چاغېدو په لاره کې یو شمېر ستونزې ګالي.

د ډنګرتوب ځینې لاملونه

  • جنیاتي یا میراثي عوامل
  • ډیر فزیکي فعالیتونه چې د لوړې کالوریزې سوځېدو لامل کیږي.
  • ځینې شرایط چې اشتها اغیزمنه کوي، لکه د تایرایډ اختلال، شکر، د معدې ناروغي او سرطان.
  • ځینې درملونه او تشخیصونه چې د التهاب او اشتها له لاسه ورکولو لامل کیږي، لکه کیموتراپي یا کیمیاوي درملنه.
  • روانې ستونزې، لکه ذهني فشار، خپګان، اضطراب کوم چې په اشتها ژور اغیز کوي.

د ډنګریدو خطرونه

عموما د بدن وچوالی د زیاتو کالوري سوځولو او په بدل کې د کافي اندازې کالوري نه ترلاسه کولو چې بدن ته بشپړه تغذیه ورسیږي، له کبله رامنځته کیږي، دغه راز په کافي اندازه ویټامینونه، مینرالونه او اړینو غذایي توکو نه خوړو له امله چې په پایله کې د لاندې روغتیایي ستونزو ته د رسېدو خطر ډيروي:

  • د ودې مخنیوی
  • د معافیت کمزوري
  • د وینې کمښت
  • په ځینو حالاتو کې د اولاد نه کېدل
  • ویښته تویېدل
  • د هډوکو کمزوري یا ناثابته کېدل
  • د جراحي عملیاتو په جریان کې د اختلالاتو لوړ خطر.

د ژر چاغوالي لارې چارې

  • د کالوریزو زیاتوالی

که غواړئ وزن مو زیات کړئ لومړی مو بدن کې د کالوریز کچه لوړه کړئ. په ورځني ډول په بدن کې د کالوریزو بشپړول د وزن ژر زیاتوالي اصلي لاره ده، او ددې لاسته راوړلو لپاره باید تاسو هره ورځ د بدن اړتیا لرونکي کالوري وپيژنۍ چې بدن مو ورته اړتیا لري، دا په ورځ کې له ۲۵۰ څخه تر ۵۰۰ کالوري پورې زیات کړئ تر څو مو وزن په اونۍ کې د ۰۵ څخه تر ۱ پونډه زیات شي چې شاوخوا ۴۵۰ ګرامه کیږي.

  • ډیر پروټین خوړل

د پروټین پراخ استعمال د وزن زیاتولو له چټکو لارو څخه یوه ده، ځکه چې دا په عمومي ډول بدن کې مرسته کوي، د عضلاتو نسج پیاوړی کوي، په بدن کې د هغې ډله زیاتوي او ورسره وزن په صحي ډول زیاتيږي، نو تاسې کولی شئ د یادو پروټینو له مخې طبیعي خواړه لکه شیدې، لبنیات، غوښه، ماهيان، چرګان، هګۍ او مختلف ډوله سبزیجات په خپلو خوړو کې شامل کړئ.

  • د کاربوهایډریټونو سرچینو کارول

کاربوهایډریټ د بدن انرژۍ اصلي سرچینه ده، ځکه چې دا د مختلفو عضلاتو او د بدن د نسجونو پیاوړي کولو لپاره او په وزن زیاتوالي کې مرسته کوي، د کاربوهایډریټ څخه د صحي ګټې اخیستلو لپاره باید وړه، وریجې، غنم، وربشې او هغه خواړه چې طبیعي خوږه ولري لکه میوې او شیدې، د خپلو خوړو برخه وګرځوئ.

  • صحي غوړ خوړل

غوړ د کالوري په زیاتوالي او وزن اخیستلو کې مرسته کوي، نو که غواړئ بدن مو چاغ کړئ باید ستاسو خوړو کې صحي غوړ شامل وي، لکه ماهیان، نباتي غوړي (زیتون او کنجد یا سیسم غوړي) او میوه لکه ایوکاډو.

  • تمرین ترسره کول

ددې هر څه سربېره یو روغ انسان د وزن زیاتوالي لپاره یو ښه ورزش ته هم اړتیا لري، تر څو یې د بدن ظاهري بڼه زړه راښکونکې او فعاله وي. نو ددې لپاره د ځواک او کاردیو ورزش کول چې د عضلاتو په نسجونو پیاوړي کولو او د بدن غوړ څخه په خلاصېدو کې مرسته کوي، د بدن عمومي روغتیا ساتلو سربېره ددې ښکلا زړه راښکونکې کوي، تاسو کولی شئ په دې لړ کې فشاري تمرین، سکوټینګ، مزل کول او په رسۍ ټوپونه وهل که په کور کې وي یا د تمرین په ځای کې تر ټولو غوره تمرینونه دي.

ځینې سمونونه په خوراکي رژیم کې اضافه کړئ:

  • د ورځې په جریان کې د ډوډۍ وختونه زیات کړئ، مثلا له درې وختونو څخه څلور یا پنځه وخته
  • تازه جوس وڅښئ
  • ډیرې میوې او سبزیانې وخورئ
  • هره ورځ ۸ ګیلاسه اوبه وڅښئ.

د وزن زیاتولو ترکیبونه:

  • په چټک ډول د وزن زیاتولو څخه وروسته، ځینې عامې نسخې دي چې په وزن زیاتولو کې مرسته کوي.
  • وچه خرما، چې د شیدو او یوې کاشوغې شاتو سره ګډ شوي وي وخورئ.
  • یوه ډکه کاشوغه کوچ د یوې کاشوغې بورې سره ګډ کړئ او هره ورځ یې د غرمې یا ماسخوتن ډوډۍ څخه لږ تر لږه نیم ساعت وړاندې وخورئ.
  • د کیلې جوس وڅښئ چې شیدې او وچه میوه په کې ګډه وي.
  • د ورځې درې واره ام وخورئ د ګرمو شیدو سره.
  • هره ورځ په سهارنۍ کې د ممپلیو کوچ زیات کړئ.

د ژر چاغېدو لارو چارو پيژندلو وروسته تاسې د یوه متخصص سره مشورې ته اړتیا لرئ، تر څو ستاسې د ډنګریدو اصلي لامل په ډاګه کړي، او له هغې وروسته غذایي رژيم ته توجه وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx