افغانستان

طالبان: زمونږ سیاسي او نظامي دریځ متحد دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبانو د واشنګټن پوسټ وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې سیاسي او نظاني دریځ یې متحد او د واحدې تګلارې پیروان دي.

تیره ورځ امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د یو راپور په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې ګواکې د طالبانو د سیاسي او نظامي مسئولینو ترمنځ همغږي شتون نه لري، ځکه په خبره یې نظامي طالبان د جګړې له لارې د واک ترلاسه کولو باندې ډاډمن دي؛ خو طالبانو بیا دغه ادعاوې ناسمې او «مغرضانه» بللي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼې د غبرګون ښکاره کولو پروخت لیکلي، چې طالبان یو موټی او د واحدې رهبرۍ لاندې متحده تګلاره تعقیبوي:

د شنونکو په باور په امریکا کې یو شمېر هغه کړۍ چې د افغان جګړې په غځولو کې خپلې ګټې لټوي، غواړي دداسې راپورونو په ورکولو سره د افغان سولې پروسه له خنډونو سره مخ کړي او د سبوتاژ هڅې یې کوي.

شنونکي د طالبانو په شمول له ټولو اړوندو جهتونو څخه غواړي چې هرڅومره ژر کیدای شي د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره او مذاکرات پیل کړي، ترڅو د سولې مخالفینو ته د «تخریب» موکه په لاس ور نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx