نظــر

ډاکتر صیب غني؛ طالبان د سعودي له وهابیانو ستوغ ندي!

استاد محمد زمان مزمل

ښاغلي کریم پاکزاد له اریانا تلویزون سره په ګردي میز کې د کابل او ارګ پر هغو وروستیو دریځونو او د سولې پر ضد د ځینو سیاستونو په مخه کولو قوي انتقاد وکړ.

ښاغلي پاکزاد د ارګ مشران مخاطب کړل چې د وضعیت په درک کولو او سولې ته د امریکا د راستنیدونکي دریځ په سم درک ارګ باید یو معتدل او فعال دریځ ونیسي چې امریکا غواړي له طالب سره خپل مشکل حل او یوه سیاسي فیصلې ته ورسیږي ارګ ددې توان نلري چې له دغسې وضیعت سره اوږده مقابله وکړي، ارګ چې په واړه او لوی کار کې امریکا او نړیوالې ټولنې ته محتاج دی ارګ باید دا هڅه ونکړي چې په بدخویې او مقابلو طالب د دویم ځل لپاره د امریکا لپاره ستوغ او نامطلوب کړي.

ښاغلي پاکزاد تحلیل او ځوابونه هومره منطقي وو چې زه ترې متأثر شوم چې کاشکې د سولې د موجوده وزیر پر ځای په هغه شپه پاکزاد اشرف غني ته په خوب کې ورغلی وه او هغه ته یې د سولې وزارت ورکړی و.

پاکزاد اشرف غني په یوه قوي لهجه او په یوه قوي منطق مخاطب کړ چې امریکا ته یې خپلې ګټې مهمې دي نن چې هغه غواړي طالب تحمل کړي او کابل ته د طالب لپاره لاره هواره کړي پدې اړه د امریکا ذهن تبدیلي یوه ناکامه پروسه ده ځکه امریکا له هغه چاسره روغه کوي چې اتلس کاله ورسره جنګیدلی او ارګ به امریکا ته په څه منطق ستوغ او نه تحمل کېدونکی کړي چې امریکا تر طالب ستوغ سعودي وهابي نظام زغملی او هغه پای ډاګټر غني مخاطب کړ او ویې ویل:

ډاکټر اشرف غني طالبان د سعودي له وهابیانو ستوغ ندي.

یو ښه تحول چې د امریکا او طالب تړون راوست چې په افغاني فرهنګیانو او بې طرفه سیاستوالو کې یې د فهم او درک یو نوی موچ ایجاد کړ، که طالب هوښیار وي باید د همدغه موچ په لړ کې کابل ته د راستنیدو لار پیدا کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close