افغانستان

طالبانو خوست کې ۱۲۰۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ویشلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): له ولسي خلکو سره د مرستو په دوام طالبانو داځل په خوست ولایت کې ۱۲۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ویشلي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې د خوراکي توکو دغه مرستې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې په اړمنو خلکو ویشل شوي دي: «د خوست ولایت، صبریو ولسوالۍ کی د اسلامي امارت لخوا په (۱۲۰۰) اړمنو کورنیو باندی مرسته شوي خوراکې توکي وویشل شول.»

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې په میدان وردګو، بادغیس او سرپل ولایتونو کې هم زرګونو اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړي او ژمنه یې کړې چې د مرستو ویشلو دغه لړۍ به نورو ولایاتو ته هم غځوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد بلال (خادم)

ماشا الله
ایا این توضیع غذا خاوانده های بخو خفته در ولاتی سمنگان را مداوا خواهد نمود اگر واقعیت ایمان بخدا دارید خدا را چی جواب خواهید دارد
والله عزیز ذو انتقام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close