روغتیا

په ګرمه هوا کې زیاته کافي څښل بد عواقب لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۹۹ل): کافي څښل بدن کې یو شمېر روغتیایي ګټې لري چې د الزایمر ناروغۍ څخه ژغورل، د زړه ناروغۍ مخنیوی، د ګوتو یا نقرص ناروغۍ مخنیوی، د شکر مخنیوی او عمر زیاتوالی یې عمده ګټې دي چې په څښلو یې انسان ته رسیږي.

خو بل لوري ته طبي کارپوهان ددې د څښلو ځانګړی وخت او موسم څرګندوي چې د ورځې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې او د ماسپښين وخت یې د څښلو لپاره غوره بولي، خو له سهارنۍ سمدستي وروسته او له ماښام وروسته څښل یې روغتیا لپاره زیات ګټور نه بولي.

د الرجي او معافیتي متخصصه ډاکټره «ایرینا یارتسیوا» وایي چې غوره ده په ګرم موسم کې له کافي څښلو ډډه وکړئ تر څو له بدو عواقب سره مخ نه شئ.

ډاکټره یادونه کوي چې د سهار پرمهال کافي څښل یو عام عمل دی چې ډیر خلک یې تعقیبوي، خو په زیات مقدار څښل یې کولی شي د ډي هایډریشن یا بدن کې د اوبو وچوالي لامل شي، او دا د روغتیا لپاره ژور خطر لري په ځانګړي ډول په ګرمه هوا کې.

غوره ده په ګرمه هوا کې د کافي څښل کم کړئ تر څو ددې زیانونو څخه وژغورل شئ، هغه ټینګار کوي چې په دې لړ کې د ګرمې او یخې کافي څښلو ترمنځ هیڅ توپير نشته.

هغه وایي، «د سړې یا ګرمې کافي په څښلو کې هیڅ توپیر نشته، ځکه چې په دې کې فعاله ماده د کافیین شتون دی، او دغه ماده پر بدن په هر حال کې عمومي اغیز کوي. ددې لپاره سپارښتنه کیږي چې په ورځ کې له دریو پیالو زیاته کافي ونه څښئ. ځکه دا مقدار د انسان په بدن کې د مایعاتو سره یوځای کیږي او روغتیا ته زیان نه رسوي».

بل لوري ته ځینې نور طبي پوهان وایي، د کافي څښاک بدن لپاره ګټور دی چې هره ورځ په منظم ډول وڅښل شي، ځکه چې دا د ځیګر التهاب ودې مخه نیسي کوم چې په پایله کې د ځیګر سرطان ته وده ورکولی شي.

«له همدې امله اړینه ده، هر هغه څوک چې د ځیګر التهاب سره مخ وي، باید هره ورځ له ۳ څخه تر ۵ پیالو کافي وڅښي، ځکه څوک چې په منظم ډول هره ورځ کافي څښي د وینې لوړ فشار سره نه مخ کیږي.

په پایله کې ویلی شو د کافي څښل عموما د روغتیا لپاره ګټور دي خو باید ددې د څښلو ځانګړي وختونه په نظر کې ونیول شي او په ګرمه هوا کې یې د زیات مقدار له څښلو ډډه وشي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close