روغتیانادري ناولده

هره ورځ ۲۲ ساعته ګیم کولو د یوه ځوان لاس او مټ فلج کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): په اوسني دور کې ځوان نسل په ټولنیزو رسنیو او ویدیویي ګیمونو زیات روږدي دي، دا عادت دومره خطرناک دی چې حتی کولی شي د ځوانانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

په دې وروستیو کې د چین یو ۱۵ کلن ځوان له تیرې یوې میاشتې راهیسې هره ورځ ۲۲ ساعتونه ویدیویي ګیمونه کول چې له کبله یې چپ لاس او مټ فلج شوي دي.

دغه ځوان هلک اوس په ځایي روغتون کې تر درملنې لاندې بستر دی، خو د هلک مور او پلار وایي چې زوی یې هره ورځ نږدې ۲۲ ساعتونه د کمپیوټر په کارولو تیرول.

دوی زیاتوي، دغه عادت یې د زوی ژوند خوار سخت اغیزمن کړی، نه پر وخت ویده کېده او نه یې هم د خوراک وخت سم و.

له دې وړاندې یوې چینایي ښځې چې په پرلپسې ډول یوې اونۍ لپاره یې پر ځیرک موبایل ګیم ترسره کوه د ګوتو پړسوب سره مخ شوې او د لاس هډوکي یې کاږه شوي دي.

طبي کارپوهان د کار پرمهال کارکوونکی د کمپیوټر له مسلسل او زیات استعمال څخه منع کوي، ځکه چې زیاته ناسته د بواسیر سربېره د یو شمېر روغتیایي ستونزو لامل کیږي، دغه راز د کمپیوټر شیشې ته په پرلپسې ډول کتل د سترګو سربېره ذهني روغتیا هم خورا ژوره اغیزمنه کوي.

همدا لامل دی طبي کارپوهان په دې لړ کې د ۲۰-۲۰ فارمولې عملي کول اړین بولي، یعنې ۲۰ دقیقې وروسته د ۲۰ ثانیو لپاره سترګې پټول او ۲۰ ثانیې قدم وهل د زیان مخه نیولو غوره فارموله ګڼل کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close