افغانستان

پاکستان د واګه بندر لار د افغان صادراتو پرمخ خلاصوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سر له سبا د جولایي په ۱۵مه نېټه د چهارشنبې له ورځې د پاک-هند «واګه» بندر لار د افغاني توکو د صادراتو او وارداتو لپاره خلاصوي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان پرمخ د هند سره د سوداګریزو اړیکو لپاره د واګه بندر لار تړلې وه چې اوس یې د پرانیستلو پریکړه کړې ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وړمه ورځ خبر ورکړی و چې ډیر ژر به په دې اړه پریکړه عملي شي.

پاکستان د کرونا ویروس خپرېدو له کبله د افغان سوداګرانو پرمخ نږدې ټولې (د تورخم، چمن، خوست کې د غلام خان، پکتیا کې د انګور اډې او ډنډ پټان) لارې تړلې وې، خو له څو اونیو راهیسې یې زیاتره لارې په محدود ډول پرانیستي چې په دې لړ کې د واګه بندر چې د هند او پاکستان ترمنځ پوله ده پرانیستلو پریکړه هم وشوه.

پاکستاني چارواکي وایي، د نورو پولو په څېر به په دې لاره هم د کرونا ویروس مخنیوي لپاره بشپړ اړین تدابیر ونیول شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان ډیر کرنیز توکي او میوه جات دا وخت رسیږي، نو غواړي د لارو پرانیستو سره له افغانستان سره سوداګري بیرته پخواني حالت ته بوځي چې په وینا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو رغولو لپاره هم اړین ثابتېدلی شي.

خو بل لوري ته که څه هم افغان چارواکي د یادې پریکړې هرکلی کوي خو وایي د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري پخواني حالت ته ګرځېدل ستونزمن وي، ددوی په وینا د کابل او اسلام اباد ترمنځ سوداګري د پخوا په پرتله ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د واګه بندر تړل کېدو وړاندې او اوس افغانستان له هند سره د هوایي دهلیز او چابهار بندر له لارې سوداګریزې اړیکې پرمخ وړي چې د واګه بندر په پرتله زیات لګښت لري، خو افغان چارواکي وایي دوی اوس ډیر صادرات هندوستان او ډیر واردات له ایران لري.

د پاکستان له خوا د افغان سوداګرو پرمخ ټرانزیټي او نورو سرغړونو سوداګر دې ته اړ کړل چې خپل صادرات او واردات له پاکستان څخه چین، ایران، هند او منځني اسیا ته وګرځوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close