افغانستان

طالبانو د امریکايي ځواکونو وتلو څخه هرکلی کړی؛ خو ځینې اندېښنې یې ښکاره کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبانو د امریکا له متحدو ایالتونو سره د سولې توافقنامې ۱۳۵ ورځو تیرېدو په تړاو غبرګون کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل او پنځو نظامي اډو تړل یو ښه ګام بللی؛ خو یو شمېر اندېښنې یې هم ښکاره کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولې وضاحت پاڼې کې ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو وتل او پنځو نظامي اډو بندولو څخه هرکلی کوي؛ خو داچې په دغه موده کې د توافقنامې د لومړي شرط په توګه د بندیانو د خلاصون پروسه نه ده تکمیل شوې او بین الافغاني مذاکرات نه دي پيل شوي، اندېښنه ښکاره کړې ده.

مجاهد په لاندې موارودو کې د امریکايي جهت د ناغیړۍ له کبله خپلې اندېښنې رسنیزې کړي: ۱ـ د ملګرو ملتونو په تور لیست کې د طالب مشرانو نومونو پاتې کېدل.

۲ـ د توافقنامې مطابق طالبانو په بهرنیو ځواکونو برید نه دی کړی؛ خو ددې برعکس امریکايي عسکرو د افغان ځواکونو په ملتیا په دغه موده کې څو ځله د توافقنامې څخه سرغړونه کړې، په ملکي ځایونو او غیر جنګي ساحاتو کې یې بمبارونه او توپچي بریدونه کړي، ملکي او عامه تأسیسات یې ویجاړ کړي.

۳ـ امریکایانو په تیرو لسو ورځو کې په لوګر، بادغیس، میدان وردګو، زابل، غزني، ارزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې پرلپسې ډرون بریدونه او دوه ځله چاپې وهلي، چې د طالبانو په خبره له توافقنامې څخه سرغړونه او طالبان لویو بریدونو ته هڅوي.

۴ـ د سمنګان ولایت د ملي امنیت په ریاست د تیرې ورځې خونړی برید هم طالبانو د امریکایانو او کابل حکومت لخوا د پرلپسې سرغړونو او ملکي اهدافو د په نښه کولو غبرګون بللی.

طالبانو د امریکایانو له توافقنامې څخه ترسره شوې سرغړونې او په ملکي اهدافو بریدونه غندلي او په سمدستي توګه یې د بندولو غوښتنه کړې، ددې ترڅنګ یې امریکا او اړوندو جهتونو باندې غږ کړی، چې د حالاتو د لا خرابۍ د مخنیوي په خاطر دې د دوحې توافقنامې بشپړ عملي کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د وضاحت پاڼې په پای کې طالبانو له امریکايي لوري غوښتنه کړې چې د افغانستان د ملت ګټو ته په کتلو د یوې کوچنۍ کړۍ له ملاتړ څخه لاس واخلي:

«امریکایې لوری باید یوې خاصي کوچینۍ کړۍ ته فرصت ورنه کړي چې اوبه خړې کړي او ماهیان پکې ونیسي دلته باید د ټول ملت مصالحو، نظریاتو او غوښتنو ته احترام وشي. »

طالبان په داسې مهال د امریکايي ځواکونو د وتلو څخه هر کلی کوي، چې امریکايي چارواکي وايي د دوحې تړون مطابق یې په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستانه خپل یو شمېر پوځیان ویستلي او پنځه نظامي اډې یې تخلیه کړي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close