
هغه ځوان چې ویروس یې «دروغ او دوکه» ګڼله له کرونا څخه مړ شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): نږدې د ټولې نړۍ په هېوادونو کې د کرونا وبا له کبله د زرګونو قربانیانو سربېره لا هم داسې کسان شتون لري چې یاد ویروس ګپ، دوکه او دروغ ګڼي او پر وړاندې یې هیڅ احتیاطي تدابیر نه عملي کوي او نه هم لومړیتوب ورکوي.
خو دې باور او داسې هڅو د یو شمېر کسانو ژوند اخیستی دی، چې په دې وروستیو کې په امریکا کې د یوه کس سره ورته پېښه شوې ده.
د امریکا په ټیکساس ایالت کې یو ۳۰ کلن ځوان چې کرونا یې دروغ، دوکه او فریب ګڼله، د احتیاطي تدابیرو نه نیولو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ټیکساس ایالت کې د کوویډ په نوم یوه پارټي کې د ګډون کولو څخه وروسته یاد کس پر کرونا اخته شوی او د سان انتونیو په میتوډسټ روغتون کې یې ساه ورکړې ده.
دغه ناروغ د روغتون کارمندې ته له مړ کېدو وړاندې ویلي وو، «ما باور کاوه چې دا یوه دوکه ده، خو زه ناسم وم دا خو حقیقت دی».
په امریکا کې د ځوانانو ځینې ګوندونه په قصدي ډول داسې پارټیانې ترسره کوي چې وګوري کرونا ویروس حقیقت دی او په واقعت کې نورو ته خپریږي که نه؟ دغه ګوندونه په دې باوري وو چې ګواکې کرونا ویروس یوازې د پاخه عمر خلکو ژوند اخلي.
په امریکا کې د کرونا ترسره کېدونکو معایناتو څخه یې پخوا ۵ سلنه مثبت راتلل خو اوس دغه کچه ۲۲ سلنو ته ختلې ده.
د پورتني روغتون مشر ډاکټر ویلي، اوس د هر عمر خلک په ځانګړي ډول د ۲۰ او ۳۰ کلنۍ ترمنځ په کرونا اخته کیږي، ددوی په روغتون کې د زیاتو جدي ناروغانو شمېر د همدې عمر وګړو دی.
هغه د یادې پېښې په اړه زیاته کړه، چې ددې څرګندولو هدف یې ځوان قشر ته د کرونا خطرناکې وبا اصلیت ښودل وو، باید ددې پر وړاندې احتیاطي تدابیر ونیول شي، په عامه ځایونو کې ماسک او ټولنیز واټن مراعات کړل شي.
باید وویل شي چې په امریکا کې د کرونا وبا مثبتې پېښې نږدې ۳ نیم ملیونو ته پورته شوي په داسې حال کې چې ۱۳۸ زره کسان مړه شوي او یو ملیون بېرته روغ شوي دي.