نظــر

تي تي ( چرگوړ‎ی )/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

د داود خان په پاچاھۍ کې د داخلې وزارت ځینې مامورین کومې لرې پرتې سیمې ته د تذکرو د ویش لپارہ لیږ‎ل شوي و.
د احصایي مامور به د لست له مخې په لوړ‎ آواز نوم اخیست او بیا به د را ټولو شویو کلیوالو له منځه یو ورته را پاڅید او مامور صیب به د ټولو کوایفو تر درج کولو پس ورته تذکرہ ورکړ‎ہ.
مامور صیب د لست له مخې غږ‎ کړ‎: تي تي!!
د مامور له غږ‎ سرہ، یو لوړ‎، دنگ، عریض او ضخیم ځوان یې مخې ته ودرید.
مامور صیب ورته وویل: ما تي تي ته آواز کړ‎ی، تاته نه! ته پخپل ځای کینه، چې نمبر دې راشي، تاته ھم آواز کوم!
ځوان ورته وویل: مامور صیب! زہ تي تي یم!
مامور خپل ھمکار ته مخ واړ‎وہ او و یې ویل:
اوہ اوہ، نام خدا!! دا یې لا تي تي دی، چې د دې کلي چرگ به څومرہ وي؟!

دوستانو!
د کابل ادارې د لغمان نوی تبدیل شوی والي آصف ننگ چې په غلا، اختلاس، غصب، رشوت، اخلاقي فساد او نورو بدعملیو کې یې پورہ وړ‎تیا لرله، د لغمان ولایت د ولسونو او مدني بنسټونو لخوا په دې شرمنامې ونازول شو او له لغمان څخه یې د تگ پر مھال ورته د مډال په توگه ورکړ‎!


د شرمنامې پر لیدلو ماته د ھماغه مامور صیب خبرہ را یادہ شوہ او ورو مې له ځان سرہ وویل:
اوہ اوہ، نام خدا! دا لا د کابل ادارې ننگ و، چې ھغه د ارگ بې ننگه ټامیان به یې لا څرنگ وي؟!!

فاعتبروا……

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close