نن ټکی اسیا

دولتي عسکرو په غزني کې په ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر ډزې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په مرکز شهباز سیمه کې دولتي عسکرو د مسافرو په ۳۰۳ ډوله موټر ډزې کړي، چې له امله یې ۳ تنه مسافر مړه او ژوبل شوي.

دغه مسافر وړونکی موټر چې له نیمروز ولایت څخه کابل ته پر لاره ؤ، نن د سه شنبې په ورځ (۲۴ چنګاښ) سهار لس بجې د شبهاز په سیمه کې د ملي اردو ځواکونو ورباندې ډزې وکړې، یو مسافر یې وژلی او ۲ نور یې ټپيان کړي دي.

مسافرین وايي، په دغه پېښه کې وژل شوی کس د ایران یو مسافر ؤ، چې له کلونو مسافري وروسته د خپل کور په لور روان ؤ؛ خو کور ته له رسېدو وړاندې د ملي اردو ځواکونو لخوا په لویه لارې کې وویشتل شو او په وینو سور جسد یې کورنۍ ته ولیږدول شو.

ددې پېښې په غبرګون کې د شهباز سیمې خلکو د کابل ـ کندهار لویه لاره د تګ راتګ په مخ وتړله او له چارواکو یې وغوښتل چې په پېښه کې ککړ د ملي اردو عسکر دې ونیسي او محاکمه دې کړي.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده هم دغه پېښه تاییدوي او ژمنه کوي چې د پېښې په هکله به تحقیقات ترسره کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د لویې لارې په اوږدو کې په مسافر وړونکو موټرو ډزې کوي او مسافرینو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې تردې وړاندې هم د پلازمینې کابل په ګډون په ګڼو ولایاتو کې دولتي عسکرو پر مسافر وړونکو موټرو ډزې کړي او ګڼو مسافرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.