شعـــــرونه

د مظلوم د اوښکو څاڅکي, شو ظالم ته ترې طوفان جوړ/جواد مل

جواد مل

د مظلوم د اوښکو څاڅکي, شو ظالم ته ترې طوفان جوړ
څو د ګوتو په شمار ژڼي, پاک الله کړ ترې کاروان جوړ

د اسبابو بندګانو, به خندل نه يې منله
مګر سوپر نه يې صفر کړ په فضل د سبحان جوړ

نه به زه درشم مرکز ته, چي تا کوم خدمات کړي
نه به ته راشې سنګر ته, چي يو وخت دې وي ايمان جوړ

امريکه چي يې غوښتله, د هغو په لاپو نشي
پرې پوهان خلګ پوهيږي, چي تاريخ کړ طالب جان جوړ

هيڅ تر سر او مال تېر نه يې, د اصحابو غوندي ګوره!
او بيا وايې هم اسلام او, هم دي وي افغانستان جوړ

بس کامياب شوه رب قبول کړه, چي تر پاک دين نذرانه شوه
جوادمله خيال يې ساته, ابتلا ته دی انسان جوړ

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close