نن ټکی اسیا

طالبانو یوولس دولتي عسکر او پولیس له بنده خلاص کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې په لړ کې، تازه طالبانو یوولس دولتي عسکر او پولیس له بنده خلاص کړي.

د تازه خلاصو شویو بندیانو له ډلې پنځه تنه یې په لوګر، درې په پکتیا او درې نور یې په پکتیکا کې خلاص شوي او د لارې د خرڅ او نویو جامو له ورکولو وروسته کورونو ته رخصت شوي.

د طالبانو له لوري د یوولس دولتي بندیانو د خلاصون خبر داسې مهال دی، چې تمه ده حکومت هم نن ۵۱ تنه طالب بندیان له بګرام زندان څخه خلاص کړي.

یاده دې وي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې مطابق حکومت ژمن دی پنځه زره طالب بندیان خلاص کړي.

تر دې دمه د حکومت له زندانونو نږدې څلور زره بندیان خلاص شوي او طالبانو بیا تر اووه سوو زیات دولتي امنیتي ځواکونه ازاد کړي.

طالبان وایي، که د دوحې د توافق مطابق ددوی پنځه زره بندیان  خلاص شي دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.