افغانستان

له بګرام زندانه ۵۱ طالب بندیان خلاص شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د طالبانو او دولتي بندیانو د تبادلې په لړ کې له بګرام زندان څخه ۵۱ تنه طالب بندیان خلاص شوي.

دولتي سرچینو که څه هم لا تردې دمه د یاد شمېر بندیانو د خلاصون په اړه رسما څه نه دي ویلي، خو طالبانو ته نږدې سرچینو «نن ټکی اسیا» ته ومنله، چې ۵۱ بندیان یې نن ورځ له بګرام زندانه خلاص شوي.

د سرچینې په وینا، یاد شوي بندیان د طالبانو له لوري مقابل اړخ ته  د ورسپارل شوي لست مطابق دي.

دغه بندیان داسې مهال خلاصېږي، چې نن په لوګر، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې طالبانو هم لس عسکر او پولیس له بنده خلاص کړي.

د تازه بندیانو په خلاصېدو سره د حکومت له زندانونو د خلاصو شویو طالب بندیانو شمېر څلور زره شاوخوا ته رسېږي.

طالبانو په بیا، بیا د دوحې له توافقنامې سره سم د پنځه زره طالب بندیانو خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره شرط بللی او ټینګار یې کړی، چې دوی د یاد شمېر بندیانو له خلاصون وروسته تیار دي د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني.

په ورته وخت کې بیلابېلو جهتونو پرطالبانو او حکومت د بندیانو د پروسې د چټکتیا غږ کړی او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د زمینې برابرولو هیله یې کړې.

د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» هم حکومت د بندیانو د تبادلې پروسې بشپړولو ته ژمن بللی او پخلاینې شورا په دې برخه کې د خنډونو د نه جوړولو غوښتنه کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close