افغانستان

بشري حقونو کمېسیون: د تېرکال د لومړۍ نیمایي په پرتله سږ کال ولسي مرګ ژوبله یوولس سلنه کمه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل):  د کابل حکومت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د تېر میلادي کال ۲۰۱۹ د لومړیو شپږ میاشتو په پرتله د سږ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله یوولس سلنه راکمه شوې.

د بشري حقونو د کمېسیون له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۰  کال په لومړيو شپږو مياشتو کې، د ناامنۍ په ۸۸۰ بېلابېلو پېښو کې، ټول ۲۹۵۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي، چې له منځه یې ۱۲۱۳ تنه وژل شوي او ۱۷۴۴ تنه نور ټپيان دي.

د راپور په بنسټ، يادې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د ۲۰۱۹ کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله  ۱۱ فيصده کمه شوې ده.

راپور کې وړاندې راغلي چې د ۲۰۲۰ ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په منځنۍ کچه هره ورځ ۱۶ تنه ملکي وګړي قرباني شوي دي.

د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه داسې مهال رالوېږي، چې په د روان کال په دویمه میاشت کې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د لاسلیک شوي توافقنامې سره سم د بهرنیانو بریدونه او چاپې چې د پراخې ولسي مرګ ژوبلې لاملونه وو؛ درېدلي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close